د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

ملګري ملتونه له ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو نقض بولي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د تاوتریخوالي د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د تاوتریخوالي د چلند یو انځور

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو نقض دی او ویجاړونکې پایلې لري.

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، په نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه یې کورنی فزیکي تاوتریخوالی تجربه کوي.

دې ادارې نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له ښځو سره دا تاوتریخوالی عمداً د دوی د ژوند د ملګري له‌خوا کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو نقض بولي او خبرداری ورکوي چې ویجاوړنکې پایلي لري او کېدای شي نتیجه یې مرګ وي.

له نجونو او ښځو سره د تاوتریخوالي د پایلو په اړه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه افغانستان په نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره تر ټولو ګواښوونکی هېواد بولي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی. December 21, 2022

دوی د خپلې ادعا لپاره په افغانستان کې په نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو ته ګوته نیسي چې ښوونځي او پوهنتون ته نه‌شي تللای، له کار کولو، ټولنیزو فعالیتونو او په سیاست کې له ښکېلتیا منع شوي او تر خوا یې یو شمېر نور محدودیتونه هم شته چې ښيي افغان نجونې او ښځې په خورا بد وضعیت کې دي.

یوه مېرمن په افغانستان د طالبانو له راتګ وړاندې څارنواله وه.

هغه د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي.

نوموړې وايي، د طالبانو له‌خوا په نجونو او ښځو راغلی حالت د زغملو نه‌دی.

د دې په خبره، همدې بندیزونو له افغان نجونو او ښځو سره په کور دننه او بهر کې تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې او تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

هغې زیاته کړه: "له بده مرغه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. نورې خبرې د خلکو رنځ نه دوا کوي. اړتیا ده چې عملي کار وشي او د خلکو ستونزې حل شي، ځکه افغانستان د ناورین ژورو ته ځي. موږ بېړني عمل ته اړتیا لرو."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه د بشري حقونو ملاتړ ادارو ویلي، افغانستان د نړۍ پر مخ د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

په دې اړه وروستۍ څرګندونې چې همدا تېره پنجشنبه مطرح شوې، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزیف بورېل وې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل

هغه افغانستان کې له ښځو سره روان وضعیت جنسیتي تبعیض وباله او غوښتنه یې وکړه چې له امله یې باید د طالبانو اوسنی رژیم مجازات شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو روان چلند اوسمهال د نړیوالو بحثونو د اجنداوو په لومړنیو موضوعاتو کې دی.

د جمعې په ورځ د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټرېش سره وکتل او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په بر بنسټ، دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشري مرستو په اړتیا او د طالبانو له‌خوا په پرله‌پسې جبر او د بشري حقونو په سرغړونو خبرې وشوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG