د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د افغانستان پر روان وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار وروستي راپور ته پام اړولی.

ورځپاڼه لیکي، سیګار د سه‌شنبې په ورځ وویل، د امریکا پوځ په افغانستان کې د ملیارډونو ډالرو وسلې، وسایل او تجهیزات تر شا پرېښي او طالبانو زده‌ کړې چې د الوتکو په ګډون له یو شمېر دغو وسلو او وسایلو په څه ډول کار واخلي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، د سیګار مشر جان سوپکو په دغه راپور کې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامۍ او هم دا چې، ولې د افغانستان حکومت او ځواکونه یې په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د امریکایي ځواکونو له وتلو سره دومره ژر ړنګ شول، ځیني لاملونو ته ګوته نیولې.

دغه راز یې پر دې تمرکز کړی چې، د امریکا د پوځ د شاوخوا ۷،۲ ملیارډ ډالرو وسلې او تجهیزات تر شا طالبانو ته پرېښودل شول.

د ورځپاڼې په لیکنه په دغو وسلو او تجهیزاتو کې د څه باندې ۹۲۰ ملیون ډالرو په ارزښت لږ تر لږه ۷۸ الوتکې، ۴۰ زره زغروال ګاډي او نور وسایل، څه باندې درې لکه وسلې او زرګونه مهمات شامل وو.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، جان سوپکو د سه‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې، یو شمېر دغه تجهیزات ویجاړ کړای شوي خو، ډېر یې نه.

نوموړي زیاته کړه، دا د ده لپاره د حیرانتیا خبره هم ځکه نه وه چې د پنټاګون سیسټم په دې اړه چې دغه وسلې چېرې دي او په څه ډول ساتل کېږي، مبهم اوپېچلی و.

په سټارز انډ سټرایپس کې وړاندې د سوپکو له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي، سیګار له ۲۰۱۲ کال راهیسې دا خبره کړې وه چې، د شپې دوربینونو او د مخابرو د دستګاو په ګډون د امریکا یو شمېر پرمختللي تجهیزات ترشاه پاتې دي او ښایي طالبانو تر اوسه دا چل زده کړی وي چې له هغو په څه ډول کار واخلي.

سټارز انډ سټرایپس د افغانستان د حکومت او د امنیتي ځواکونو د سقوط د لاملونو په اړه د سیګار د راپور هغه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، دا چې حکومت ډېر ژر سقوط وکړ اداري فساد، په پلان جوړولو کې کمزوري او د افغان ځواکونو په مینځ کې کمزوری مورال یې یو شمېر عمده لاملونه و، په تېره مورال چې له افغانستانه د امریکا د وتلو له اعلان وروسته ډېر رالوېدلی و.

سوپکو ویلي، کله چې د افغانستان د حکومت له ملاتړه لاس واخیستل شو، روحیه په خپله کمزورې شوه.

سټارز انډ سټرایپس وړاندې لیکي، د امریکا او د افغانستان حکومتونه دواړه پړ دي، ځکه یوې خوا هم سیاسي اراده نه درلوده چې د افغانستان د یوه حرفوي پوځ د جوړولو لپاره د کافي وخت او د اړتیا وړ منابعو په ګډون د ستونزو هواري ته پام وکړي، ځکه د یوه حرفوي پوځ جوړول لسیزې وخت ته اړتیا لري.

دهیل ورځپاڼه:

بلې امریکایي دهیل ورځپاڼې هم د افغانستان پر بیا رغورنې د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار د وروستي راپور ځینو مهمو ټکو ته پام اړولی او د لیکنې په یوه برخه کې یې لولو چې، امریکا له ۲۰۰۲ کال وروسته د افغانستان د ملي اردو د تشکیل لپاره تقریباً نوي ملیارډ ډالره لګولي دي.

د سیګار په لیکنه هدف دا و چې، په افغانستان کې یوه پیاوړې او خپلواکه اردو جوړه شي چې د طالبانو او نورو ډلو په وړاندې د بشپړې دفاع وړتیا ولري خو د دهیل په لیکنه د امریکا د پوځ یوه پخواني افسر سیګار ته ویلي، د افغانستان اردو له بهرنیو قراردادیانو پرته کار نشوای کولی او د قراردادیانو له وتلو سره دغه اردو هم له فعالیته ولوېده.

دهیل لیکي، د دغه افسر په باور قراردادیان هغو پایو ته ورته پاتې کېدل چې چت یې نیولی و خو، له لیرې کېدو سره یې بیا هم د دې تمه کېده چې چت دې نه رالویږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG