د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د اوکراين په ختيځ کې جګړه؛ زلنسکي: ژر به اوکرايني ځواکونو ته د اړتيا وړ امکانات ورسيږي


اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، ډېر ژر خپلو هغو ځواکونو ته د اړتیا وړ امکانات ور استوي چې په دونتڅک سیمه کې د روسیې د یرغل په وړاندې د سولیدار او بخموت سیمو دفاع کوي.

زلنسکي د اوکراین د پوځ له مشرانو سره تر یوې غونډې وروسته دغه امکانات تجهیزات، مهمات او د اړتیا وړ مواد بللي دي.

روسي ځواکونو د شپې له‌مخې د توپونو، توغندیو او هوایي ځواکونو پر مټ پر سولیدار ښار بریدونه وکړل.

سولیدار د ستراتيژیک ښار بخموت شمال ختیځ لوري ته پروت دی.

تر دې وړاندې اوکرایني چارواکو ویلي، له دې سره سره چې مسکو ادعا کړې سولیدار ښار یې لاندې کړی دی، پر دغه ښار د روسي پوځیانو بریدونه دوام لري.

راپورونه وایي، که چېرته روسي پوځیان سولیدار ښارګوټی ونیسي، بخموت ښار له زیان‌ګالي حالت سره مخامخیږي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار پرون پنجشنبه وویل، په سولیدار کې تر ټولو شدیده او درنه جګړه روانه ده.

هغې ویلي، د وضعیت له ترینګلتیا سره سره د اوکراین ځواکونه په سخته مبارزه بوخت دي.

د اوکراین ځواکونه په سخته مبارزه بوخت دي.

د مصنوعي سپوږمیکو په مټ اخیستل شوي انځورونه چې د چهارشنبې په ورځ د ټکنالوجۍ د ماکسار شرکت له‌خوا خپاره شول، د سولیدار ښار وضعیت داسې ښيي چې د څو اونیو په جګړو کې ویجاړ شوی دی.

که څه هم مسکو ادعا کړې چې پر دونتڅک سیمې د دوی جګړه په بریالۍ بڼه مخته روانه ده، خو په اشغال شوې سیمه دونتڅک کې د روسیې له‌خوا ګمارل شویو چارواکو ویلي، د سولیدار ښار دننه د مقاومت سنګرونه لا پر ځای پاتې دي.

د سولیدار او د اوکراین د نورو سیمو د وروستیو جګړو د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د جګړې دوام دغلته میلیونونه کسان د ژمي په سړه هوا کې متاثره کړي او ګڼ شمېر خلک برښنا او اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري.

XS
SM
MD
LG