د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

زلنسکي د اوکراين د پارلمان له څلورو غړيو تابعيت واخيست


د اوکراين پارلمان
د اوکراين پارلمان

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین د پارلمان له څلورو غړیو تابعيت واخیست او خبرداری یې ورکړ چې ورته نورې پرېکړې به هم وکړي.

د اوکراین د پارلمان د دې څلورو کسانو له ډلې چې په خیانت تورن شوي دي، درې تنه د یوه روسیي پلوه ګوند دي چې په اوکراین کې یې پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.

زلنسکي خبرداری ورکړ چې ورته نورې پرېکړې به هم وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې، د اندري دیرکچ، تاراس کوزاک، رنت کوزمین او ویکتور میدفیدچوک پر ضد دا ګام د هغو اسنادو پر بنسټ اخلي چې د اوکراین امنیتي څانګې او دولتي امنیتي ادارې چمتو کړې دي.

زلنسکي خبرداری ورکړ چې ورته نورې پرېکړې به هم وکړي.

د دې څلورو کسانو له ډلې لږ تر لږه درې تنه په بهر کې ژوند کوي او دا کسان د پروسږکال د فبروري په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه برید له پیله په خیانت تورن شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي

ولسمشر زلنسکي په خپله ویډیویي وینا کې تېره شپه وویل، که چېرته د خلکو استازي د اوکراینیانو لپاره نه، د هغو قاتلانو لپاره خدمت کوي چې اوکراین ته راغلي دي، نو زموږ پرېکړې به مناسبې وي.

دیرکچ، کوزاک، کوزمین او میدفیدچوک د ژوند لپاره په نوم د اپوزسیون ډلې له لوري د اوکراین پارلمان ته لاره کړې ده.

د دې ګوند پر سیاسي فعالیت د اوس لپاره په اوکراین کې بندیز لګېدلی دی.

دیرکچ له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د اوکراین د پارلمان غړی دی.

څارنوالان په دې باور دي چې ده د روسیې له پارلمان او استخباراتي ادارو تر پنځه لکه ډېر ډالر ترلاسه کړي و چې له دوه زره نولسمه تر دوه زره دوه ویشتم کلونو پورې په اوکراین کې تخریبي فعالیتونه وکړي.

ده د پروسږکال فبروري میاشتې راپه دې خوا د پارلمان په غونډو کې برخه نه‌ده اخیستې.

میدفیدچوک له اوږدې مودې راهیسې په اوکراین کې یوه سیاسي څېره ده چې لور یې په اپریل میاشت کې ونیول شوه او بیا په سپتمبر کې روسیې د زندانیانو د تبادلې پرمهال تبادله کړه.

کوزاک بیا په دوه زره یو ویشتم کال کې له اوکراینه وتلی دی.

د پلټونکو په باور څلورم تن کوزمین په رسنیو کې د اوکراین د ګټو پر ضد تبلیغات کوي.

دغو څلورو تر اوسه په ښکاره د ولسمشر زلنسکي د دې اعلان په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG