د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

راپورونه: روسيې د اوکراين پر ملکي تاسيساتو بريدونه ډېر کړي دي


اوکراين کې يو ساختمان چې د روسيې په بريد کې تخريب شوی.
اوکراين کې يو ساختمان چې د روسيې په بريد کې تخريب شوی.

د راپورونو له‌مخې روسیي پوځیانو په اوکراین کې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه زیات کړي دي.

دا حملې یوه ورځ وروسته تر دې ډېرې شوې چې کییف ادعا وکړه چې په سلګونو روسیي پوځیان یې په یوه برید کې وژلي یا ټپيان کړي دي.

د اوکراین پوځ وایي چې، روسي ځواکونو یوه ورځ وروسته تر دې چې درانه تلفات ور واوښتل په اوکراین کې ملکي اهداف په نښه کړل.

د روسیي پوځیانو مرکز ته نژدې د مهماتو زیرمه چاودلې ده چې له امله یې تلفات زیات شوي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا پنځه سوه روسي عسکر په یوه ورځ د اوکرایني ځواکونو د برید پر مهال د خرسون په ماکیفکا ښارګوټي کې یا وژل شوي یا ټپیان شوې دي.

په خپلواکه توګه دا ګرانه ده چې د کییف ادعا تایید شي، خو د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې، په دې برید کې درې شپېته روسیي عسکر وژل شوي دي.

د روسیې د پوځ بلاګ لیکونکي چې ډېر کله یې د اوکراین د جګړې پرمهال د باور وړ معلومات شریک کړې دي وایي، چې د برید پر مهال د روسي پوځیانو مرکز ته نژدې د مهماتو زیرمه چاودلې ده چې له امله یې تلفات زیات شوي دي.

اوکرايني پوځيان
اوکرايني پوځيان

اسوشیتد پریس اژانس د ماکیفکا په ښارګوټي کې یوه ویډیو ترلاسه کړې ده چې پنځه کرینونه او د بېړنیو چارو کارکوونکي په‌کې ښکارې چې د کانکریټ سترې سترې ټوټې لرې کوي.

دا د اوکراین د جګړې له پیله چې څه باندې لس میاشتې یې کېږي پر روسي ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی.

د روسیې حکومتي اژانس ریا نویستي پرون راپور ورکړ چې د وژل شویو عسکرو د ویر مراسم په دوو ښارونو کې ترسره شول.

د اوکراین پوځ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې، روسي پوځیانو د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې شپږ توغندي او دوه پنځوس هوایي بریدونه وکړل همدا راز یې د ورځې په اوږدو کې د راکټ لانچر اوه اویا بریدونه ترسره کړل.

د اوکراین د پوځ په وینا دا شپږ توغندي او له هوایي بریدونو څخه دېرش حملې پر ملکي تاسیساتو شوې دي.

د دې بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو دقیقې شمېرې تر اوسه له رسنیو سره نه‌دي شریکې شوي خو د اوکراین د لوی درستیز د دفتر په وینا د دوی ځواکونو پرون اووه ویشت ایراني ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.

XS
SM
MD
LG