د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د اوکراين په 'ماکيفکا ښارګوټي' کې لسګونه روسي پوځيان څنګه ووژل شول؟


د روسيې او اکراين جګړه
د روسيې او اکراين جګړه

د اوکراین په ماکیفکا ښارګوټي کې د ګڼو روسیي پوځیانو تر وژلو وروسته دا سوالونه پيدا شوې دي چې دومره ګڼ پوځیان څرنګه یو ځای وژل شوي دي.

په دې ښارګوټي کې اوکراین د نژدې پنځه سوه روسي سرتېرو د وژلو یا ټپي کېدو ادعا کوي، روسیې وړمه ورځ تلفات دري شپېته یاد کړي و، خو تازه یې ویلي دي چې نهه اتیا سرتېري یې یو ځای وژل شوي دي.

د روسیې د سامارا سیمې اوسېدونکي پرون د هغو سرتېرو د ویر په مراسمو کې راغونډ شوي وو چې د اوکرایني ځواکونو په تر ټولو خونړي برید کې روانه اوونۍ ووژل شول.

روسیې وړمه ورځ تلفات دري شپېته یاد کړي و، خو تازه یې ویلي دي چې نهه اتیا سرتېري یې یو ځای وژل شوې دي.

ماسکو خپل پوځیان ملامته کړي دي چې له موبایل ټیلفونونو څخه یې کار اخیست او روسیه داسې شک کوي چې ښایي پوځیانو یې خپل ټلیفونونه کارول، چې اوکراین یې په مرسته د دوی ځای تثبیت کړی.

د روسیې دفاع وزارت وایي چې نهه اتیا پوځیان یې د شنبې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې په دونیڅک کې د ماکیفکا پر ښارګوټي اوکرایني ځواکونو د توغندیدو ډزې وکړې.

د روسیې دفاع وزارت یوه ورځ مخکې ویلي و چې، د دوی درې شپیته پوځیان په دې برید کې وژل شوي دي خو اوس یې دا شمېر نهه اتیاو ښوولی.

اوکرایني ځواکونه بیا ادعا کوي چې نژدې پنځه سوه روسي پوځیان یې په ماکیفکا کې وژلي یا ټپیان کړې دي.

ازادي راډیو تر اوسه نه‌ده توانېدلې چې دا ادعاوې چې کییف یې کوي یا یې ماسکو وایي تأیید کړي.

د روسیې نظامي بلاګران چې ډېر کله یې د اوکراین د جګړې په ارتباط په معلوماتو باور کېدای شي، وایي چې د روسي ځواکونو د مرکز څنګ ته په ماکیفکا کې د وسلو زېرمتون و چې هغه چاودلی دی او له دې امله تلفات زیات شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون ادعا وکړه چې اوکراین د دوی د پوځیانو ځای هغه وخت معلوم کړ چې دې عسکرو له موبایل ټیلفون څخه استفاد وکړه، خو کتونکي وایي چې دا ښایي د پېښې له څو علتونو نه یو علت وي.

په ماکیفکا کې اکثر وژل شوي روسي سرتېري د روسیې په جنوب لوېدیځې سیمې کې د پرتې سامارا اوسېدونکي دي.

روسي پوځيان
روسي پوځيان

د سامارا مرکز هم سامارا نومیږي، په دې ښار کې په سلګونو کسان پرون راغونډ شوي و او د ویر مراسمو په ترڅ کې یې ګلونه د ښار په منځ کې د جګړې له څلي سره کېښودل.

د سامارا په یوه بل ښارګوټي کې هم ورته مراسم ترسره شول.

یو شمېر کتونکي د روسیې پر پوځیانو انتقاد کوي چې ولې ډېر پوځیان په یو ځای کې راغونډوي.

د روسیې د استخباراتي اطلاعاتو ډله د استخباراتو یوه پرانیستې مرجع ده.

د دې ډلې مؤسس رسلان لیوف ازادي راډیو ته وویل، دا تر اوسه څرګنده نه‌ده چې څرنګه اوکرایني ځواکونو د روسیې پوځیان ځای په ماکیفکا کې پیدا کړی دی.

رسلان لیوف زیاته کړه چې اوکراین ته ښایي په سیمه کې د کییف ملاتړ یو خبر ورکړی وي یا هم دا د ځانګړیو پوځیانو کار وي.

ده دا احتمال هم رد نه‌کړ چې ښایي روسي پوځیانو به په خواله رسنیو کې د خپل ځای عکسونه خپاره کړي وي او یا به یې هم له موبایل ټیلفونه کار اخیستی وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG