د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

اوغلو: د افغانستان له ثبات څخه د ترکیې ملاتړ به دوام وکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره د کتنې پرمهال
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره د کتنې پرمهال

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره تر کتنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت څخه د ده د هېواد ملاتړ به دوام وکړي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو نږدې شپاړس میاشتې وروسته بهر ته د سفر اجازه ترلاسه کړې، د خپلو لیدنو کتنو په دوام پرون دوشنبې په پلازمېنه انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره خبرې وکړې.

بهر ته د پخواني ولسمشر د تګ خبر د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۲مه هغه مهال پر ټولنیزو شبکو خپور شو چې د افغانستان د ژغورنې حرکت په نوم د سیاسي جریان مشر حضرت عمر زاخېلوال په الوتکه کې له ښاغلي کرزي سره خپل عکس پر فېسبوک خپور کړ، خو د دې سفر اهداف یې روښانه نه کړل.

چاووش اوغلو له دې لیدنې وروسته پر ټویټر د افغانستان له خلکو سره یووالی څرګند کړ او ویې لیکل چې د افغانستان له ثبات څخه د ده د هېواد ملاتړ به دوام وکړي.

ترکیې هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد ډېری سیاسي او جهادي مشران او له هغې ډلې محمد محقق او کریم خلیلي هم له افغانستانه ووتل.

د پژواک خبري آژآنس د راپور له مخې ښاغلي کرزي له دوی دواړو سره د هېواد د روانو حالاتو په اړه په ترکیه کې خبرې کړي.

محقق او خلیلي د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا په نوم د هغه سیاسي جریان غړي دي چې د طالبانو له واکمنېدو څه کم یو کال وروسته په تېره مې میاشت کې په ترکیه کې رامنځ ته شو.

د افغانستان په سیاسي نظام کې د ټولو قومونو عادلانه ګډون او د شفافو او عادلانه انتخاباتو جوړېدل د دې شورا شعارونه دي.

خو ترکیې ته د ښاغلي کرزي د سفر هدف څه دی؟

په دې اړه د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي سردار محمد رحمان اوغلي چې اوس مهال په ترکیه کې اوسېږي، بېګا ازادي راډیو ته وویل: "ښاغلی کرزی هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو لپاره د هڅو او خواخوږۍ له لارې لږترلږه دا امکان برابر کړي چې نجونې وکولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي او یا په افغانستان کې یو نسبي پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي، په داسې حال کې چې دی پوهېږي چې دا کار قطعاً امکان نه لري."

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي سردار محمد رحمان اوغلي
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي سردار محمد رحمان اوغلي

طالبانو له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونې له تعلیم څخه بې برخې کړې دي او دا هغه مسئله ده چې ښاغلي کرزي څو ځلې واضح انتقاد پرې کړی.

بهر ته د پخواني ولسمشر د تګ خبر د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۲مه هغه مهال پر ټولنیزو شبکو خپور شو چې د افغانستان د ژغورنې حرکت په نوم د سیاسي جریان مشر حضرت عمر زاخېلوال په الوتکه کې له ښاغلي کرزي سره خپل عکس پر فېسبوک خپور کړ، خو د دې سفر اهداف یې روښانه نه کړل.

له دې سره په یوه وخت کې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد هم متحده عربي اماراتو ته چې مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني هلته دېره دی، ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د ډسمبر په دولسمه په یوه خبري غونډه کې وویل د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ښاغلي کرزي او د بلخ د پخواني والي عطامحمدنور په ګډون له یوشمیر افغان سیاسي مشرانو او سوداګرو په متحده عربي اماراتو کې کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

ښاغلي پرایس زیاته کړه چې دواړو خواوو د افغانستان د خلکو په ګټه د مالي او پولي سیاستونو د پیاوړي کولو پر اړتیا خبرې وکړې.

هغه همداراز وویل، چې د طالبانو د دې اقدام هرکلی کوي چې ښاغلي کرزي ته یې متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې ده.

له دې مخکې د جمهوري نظام د عدلیې وزیر فضل احمدمعنوي له ښاغلي کرزي سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی و.

په بهر کې دېره افغان سیاسي مشرانو ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړېدل غواړي.

که څه هم طالبان خپل حکومت پراخ بنسټه بولي، خو د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندل په دې شرط پورې تړلی چې د دوی په وینا د ټولو قومونو استازي ګډون پکې ولري او بشري حقونو له هغې ډلې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG