د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

طالبانو په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو په راټولېدنې غبرګون وښود


ارشیف: د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو ګډ انځور
ارشیف: د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو ګډ انځور

د طالبانو حکومت په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د راټولېدنې په تړاو غبرګون ښودلی دی.

وروسته له هغې چې یو شمېر افغان سیاسیونو پرون په ترکیه غونده وکړه او "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" په نوم شورا اعلان کړه، د طالبانو حکومت وایي، هر هغه جریان چې د افغانستان د امنیت د اوسني نظام د اخلال لپاره له هېواد بهر جوړېږي، دوی يې پر وړاندې درېږي او هڅې به یې پایلې ورنه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د مې میاشتې ۱۹ نېټه ازادي راډیو سره خبرو کې په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د څرګندونو په اړه وویل چې دا کسان یو ځل ازمایل شوي او نور باید ناکامې تجربې او هڅې تکرار نه کړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "که چېرې دا ډول ناستې بیا هم د فتنې او افغانانو ته د ستونزو ولاړولو لپاره وي، د دې لپاره چې دوی دلته بیا فساد، غصب او چپاول ته زمینه برابره کړي،داسې باید ونه شي، نور د هغو وخت تېر شوی،افغانان بیا داسې خلکو ته چې یو ځل امتحان ورکړی او په هره برخه کې ناکام شوي او بیا د افغانانو په برخلیک لوبې وکړي بیا د دې فرصت ورنه کړي."

مجاهد وایي، که دا سیاستوال په هېواد کې د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي، بېرته دې هېواد ته ستانه او له دوی سره په ګډه په هېواد کې د ثبات لپاره کار وکړي.

خو مشخص یې د دوی د مذاکرې د غوښتنې په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې چې د سه شنبې په شپه یو شمېر افغان پخوانیو چارواکي او سیاستوال د ترکیې په انقره کې سره راټول او "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" اعلان کړه.

دغو سیاستوالو له دې ناستې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت "ظالمانه او غاصبانه" بللی او له دوی یې غوښتي چې ورسره مذاکراتو ته چمتو شي.

د دې شورا په خبرپاڼه کې له ګاونډیو، سیمې او نړیوالو هېوادونو پر طالبانو د فشار او د دوی کړنو ته د پام اړولو غوښتنه کړې او زیاته کړې ، چې د طالبانو د حکومت دوام به په افغانستان کې بشري وضعیت لا بدېدو، د نشه یې موادو تولید ډېر او د کډوالۍ کچه هم پراخه کړي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

خو د سیاسي چارو پوه پخواني ډیپلومات او په لندن کې حقوقي سلاکار عزیز الدین معارج ازادي راډیو ته وویل: "دوی نور په ټولنه کې اعتبار نه لري ځکه په خپل وخت کې یې ولس پرته له خیانت، جنګ او حق خوړولو نور هېڅ نه دي کړي ان په خپلو سیمو کې یې ولس ته یوه دوه کوټې کلینیک هم نه دی جوړ کړی، نو دا ډول راټولېدنې د دوی خپلې شخصې ګټې مقام او څوکیو ته د رسېدو هڅې دي، هو په یو صورت کې به نتیجه ورکړي هغه دا چې که پردي او نړیوال د دوی او طالبانو منځ کې واقع شي او پر طالبانو فشار راوړي."

په ترکیه کې د دغو افغان سیاستوالو له لوري د یادې شورا غړي د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطامحمد نور، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د تېر حکومت د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود، محمد علم ایزدیار، یونس قانوني، الماس زاهد او لطیف پدرام او نور دي، چې شمېر یې شا او خوا څلوېښتو تنو تنه رسېږي.

XS
SM
MD
LG