د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د طالبانو مخالفان د یوه متفاوت افغانستان شموله حکومت جوړېدل غواړي


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ

د افغانستان ځینې هغه پخواني چارواکي چې د طالبانو عمده سیاسي مخالفان بلل کېږي، وايي په خپلو تازه بحثونو کې د یوه متفاوت افغانستان­شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ټولو قومونو له کادرونو جوړ وي.

د دغو سیاستوالو له ډلې، انجنیر محمد خان چې په تېر حکومت کې د اجراییه ریاست مرستیال و، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان سیاستوالو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره په کتنه کې د داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د «سهامي حکومت» بڼه ونه لري.

محمد خان
محمد خان

هغه وویل: "که افغانستان شموله حکومت جوړېږي، سهامي حکومت دې نه وي. چې ګواکې دا د دې ګوند سهم دی، دا د دې قوم سهم دی، دا د دې سمت سهم دی، یا دا د دې شخص سهم دی، بلکې مهمه مسئله دا ده چې د ټول افغانستان او ټولو اقوامو پر معیارونو کادرونه راشي او یو ملي حکومت دې جوړ شي."

د طالبانو پر اوسنۍ سرپرسته اداره انتقادونه کېږي، چې ټول­ګډونه نه ده، چې نه یې ټولو سیاسي جریانونو، نه ټولو اقوامو او نه هم نورو ډلو-ټپلو ته ځای ورکړی، خو طالبان چې خپل سرپرست حکومت ټولګډونه بولي وايي ټولو قومونو او سیاسي جریانونو ته یې ځای ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویست چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د لومړي وار لپاره په ترکیه کې د افغانستان له مېشتو ځینو سیاستوالو سره کتلي، تېره شپه په خپل ټویټر کې د دې کتنې عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي، د ترکیې په استانبول کې یې د دوه ورځني سفر پر مهال له بېلابېلو شخصیتونو سره د خبرو هدف دا و چې د دوی بېلابېل لیدلوري واوري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغانستان سیاستوالو په هېواد کې د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره د سیاسي جوړجاړي غوښتنه وکړه.

انجنیر محمد خان چې په دغو خبرو کې حاضر و، وايي سیاستوالو په خپلو بحثونو کې د دودیزې لویې جرګې د رابللو لپاره د طالبانو پر پلان بحثونه وکړل.

هغه زیاته کړه: "د لویې جرګې په اړه په اوسنیو حالاتو او وضعیت کې هلته ناستو کسانو زیات نظریات تبادله کړل. دوی دا ویل چې دا لویه جرګه په دغه وضعیت کې چې طالبان خلک راولي او کښېنوي، د قبول وړ نه ده او نتایج به یې هم کېدای شي ټولو خلکو ته د منلو وړ نه وي."

که څه هم، د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د نوي جوړ شوي ايتلاف سرچینې وايي، چې ښاغلي ویست له دوی سره د دودیزې لویې جرګې د جوړېدو په اړه خبرې کړي، خو د افغانستان په تېر حکومت کې د ولسمشر د دویم مرستیال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو بیا وايي، په دې کتنو کې د دودیزې لویې جرګې پر موضوع خبرې نه دي شوي، بلکې نور موضوعات مطرح شول.

هغه وویل: "دا چې له اوسني وضعیت او کړکېچ څخه افغانان څنګه او له کومو لارو چارو په استفاده وژغورل شي، بحث وشو. د لویې جرګې د جوړېدو پر موضوع د بحثونو په محور کې شامله نه ده او نه وه."

د ولسي جرګې پخواني استازي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ته نژدې کس، سردار محمد اوغلو تېره شپه ازادي راډیو ته ویلي د دودیزې لویې جرګې پرسر، چې طالبانو یې د جوړېدو یادونه کړې، د ملي مقاومت شورا د غړیو ترمنځ د نظراختلاف و.

طالبانو تېره اوونۍ وویل، چې د دودیزې لویې جرګې د رابللو لپاره به یو کمېسیون وګمارل شي، خو د وخت، اجنډا او د ګډونوالو د لیست په اړه وضاحت نه و ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG