د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

په پاکستان کې بیا د افغانانو په ګډون ټولو بهرنیانو ته خبرداری ورکړل شوی


د چمن دروازې یوه څنډه
د چمن دروازې یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو بهرنیانو ته د وتلو اجازه ورکوي چې د ویزې له ختمېدلو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په خیبرپښتنونخوا ایالات پېښور کې استوګنه شمله مقصودي وایي، درې میاشتې وړاندې د پاکستان د حکومت لخوا ورته خبرداری ورکړل شوی و چې د ډسمبر تر ۳۱مې دې یا خپل قانوني اسناد بشپړ کړي او یا دې هم یاد هېواد پرېږدي.

خو د شملې په خبره په دې درې میاشتو کې چې دوی ته د قانوني اسنادو د اخیستو ویل شوي و، د ډېرو هلو څلو په کولو سره سره بیا هم په دې نه دي توانېدلي چې ویزه یا د کډوالۍ کارټ واخلي.

هغه وايي: "ما ته ویزه نه راوځي. موږ ته د مهاجرت کارټ نه راکول کېږي. زما د کورنۍ نهه کسه غړي دي. زه خپله ناروغه یم، اولادونه مې ناروغان دي، سفارت ته په څه عذر لاړم هغو راته وویل چې د تاسو مشکل دلته نه حلېږي، نو موږ څه وکړو."

تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغو بهرنیانو ته د وتلو اجازه ورکوي چې د ویزې له ختمېدلو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په دې خبرپاڼه کې څه هم هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا خبرپاڼه په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرغړوونکو ته به درې کاله د بند سزا ورکول کېږي او سربېره پر دې به دوی پاکستان ته د ننوتلو په تور لېست کې هم شاملېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارات کابو درې میاشتې مخکې هغو بهرنیانو ته چې په یاد هېواد کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه لرل درې میاشتنی مهلت او خبرداری ورکړی و چې یا دې خپل اسناد نوي کړي او یا دې هم د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې له پاکستان څخه ووځي.

دوی سرغړوونکو سره د قانوني چلند خبره هم کړې وه.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته ډېری افغانان نورو هېوادونو ته د خپلې ګډوالۍ د دوسیو د بشپړولو له پاره پاکستان ته تللي دي چې اوس یې د استوګنې ویزه خلاصه ده او یا یې هم کم وخت پاتې دی.

د یوه خصوصي راډیو تلوېزیون ویاندې خاطرې نوري ازادي راډیو ته وویل، د دې د کېس کار په جریان کې دی، خو د پاکستان ویزه یې خلاصه ده، اوس که بېرته افغانستان ته ولاړه شي، دا چې خبریاله ده ژوند یې په خطر کې دی.

نوري وویل: "دلته راغلو د دې له پاره چې هلته مو ژوند په خطرکې دی، خو که موږ په زور افغانستان ته لېږي، موږ ته د سر خطر دی. د پاکستان وروستۍ پرېکړې ټولو افغانانو ته ډېر زیات تشویش پیدا کړی دی، بهرني هېوادونه زموږ کېسونه ژر ژر مخ ته نه وړي چې موږ ووځو، کوم هېواد سره چې کېس لرو هلته لاړ شو."

د ازادي راډیو خبریال په پاکستان کې د مېشتو افغانانو دا اندېښنې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویاند حفیظ ضیا احمد تکل سره شریکې کړې.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د پاکستان له هېواد سره په اړیکه کې دي چې افغانان په زور له خپل هېواد ونه باسي.

هغه وویل: "په پاکستان کې د افغانستان لوی سفارت هلې ځلې کوي چې ټول هغه افغانان چې پېښور کې مېشت دي که هغوی د درملنې، زده کړې، سوداګرۍ او یا هم نورو اړتیاوو له پاره تللي دي، هغوی له کوم مشکل سره مخ نه شي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي."

د یادونې ده چې په پاکستان کې افغان کډوال چې قانوني اسناد هم لري او کلونه کلونه په هغه کې اوسېدلي وخت په وخت د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته سیاسي ستونزو له امله د هغه هېواد د پولیسو او نورو حکومتي ادارو له خوا ځورول شوي دي.

خو شته په هغه هېواد کې داسې بنسټونه هم چې د دوی په ملاتړ یې غږ پورته کړی او ویلي دي چې له کډوالو سره باید سیاسي چلند ونه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG