د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

پاکستان کې د افغانانو پر زنداني کېدو غبرګونونه؛ کاکړ: ځینې یې قانوني اسناد هم لري


ارشیف: د پاکستان په کراچۍ کې یو زندان
ارشیف: د پاکستان په کراچۍ کې یو زندان

وروسته تر دې چې په پاکستان کې د سلګونو افغان کډوالو د نیولو خبرونه خپاره شول، د طالبانو د حکومت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې دا موضوع به وڅاري.

د ازادي راډیو یوه اورېدونکي په پيغام ثبتونکي ماشین کې پرته له دې چې خپل نوم واخلي په خپل پیغام کې ویلي: "په مرکزي زندان او د کراچۍ په لنډهي جېل کې په سلګونو کسان زما د زوی په شمول بندیان دي. زه د هغه لیدو ته ورغلی وم. یوازې د لیدو لپاره پنځه زره کلدارې اخلي. کله چې پنځه زره کلدارې ورکړې بیا یې راولي چې خبرې ورسره وکړې."

دا کس زیاتوي چې د زندانیانو د ژوند شراط ډېر خراب دي.

هغه زیاته کړه: "نه شناخت کارت مني، نه پاسپورټ او نه هم تذکره، ټول یې بندیان کړي دي. په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي. وروره زما دا پيغام جګپوړیو چارواکو ته ورسوئ چې د دې خلکو غم وخوري."

په سلګونو افغان کډوال چې په وروستیو میاشتو کې نیول شوې دي په کراچۍ کې بندیان دي.

د دوی مدافع وکیله منیره کاکړ وایي چې دا کډوال پاکستان ته په غیرقانوني توګه د داخلېدو په تور نیول شوي دي، خو ځینې یې د کډوالۍ اسناد، پاسپورټ او ویزه هم لري.

کاکړ وویل: "د اوس لپاره د جمشرو او کراچۍ په بېلابېلو زندانونو کې تر یو زر او دوه سوه ډېر افغانان چې په کې ماشومان او مېرمنې هم دي، زنداني دي. موږ د هغوی د خوشې کېدو لپاره خپلو قانوني هڅو ته دوام ورکوو. له خپلو همکارانو سره مې هم اړیکې ټینګې کړي چې په جمشرو کې هم هغوی ته قانوني اسانتیاوې برابرې شي."

ارشیف: په تېر سپټمبر میاشت کې هم یو شمېر افغانان نیول شوي وو چې بېرته بیا راخوشې شول.
ارشیف: په تېر سپټمبر میاشت کې هم یو شمېر افغانان نیول شوي وو چې بېرته بیا راخوشې شول.

په کابل کې طالبان وایي چې د کډوالو د نیولو راپورونه یې ترلاسه کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې سفارت خبر دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد

هغه زیاتوي: "په دې اړه په اسلام اباد کې زموږ سفارت په جریان کې دی. د بهرنیو چارو وزارت هم هڅې کوي چې واقعیت روښانه شي، که چېرته ستونزه وي ډېر ژر به حل لاره پيدا شي او له پاکستاني چارواکو سره به په دې برخه کې جدي خبرې وشي."

له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په تړاو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون خواشیني وښوده او له اسلام اباده یې وغوښتل چې له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره سم دې د یوه ګاونډي په توګه چلند کوي.

کرزي له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د سمون لپاره هڅې وکړي او د هغوی د حقونو دفاع دې وکړي.

د کراچۍ پولیسو ویلي دي چې دا افغانان په غیرقانوني ډول پاکستان ته د داخلېدو او په پاکستان کې د اوسېدو په تور نیول شوي دي چې د محکمې تر پرېکړې به په بند کې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG