د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

ملګري ملتونه: د بشري حقونو له منلو پرته طالبان په رسميت نه پېژندل کېږي


طالبان
طالبان

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلې هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې طالبانو ته واضح پیغام لېږدوي، تر هغه به په رسمیت و نه پېژندل شي چې د نجونو، ښځو اولږکیو په ګډون بشري حقونو ته درناوی و نه کړي.

دا پرېکړه‌لیک چې جرمني چمتو کړی و او ۵۹ نورو هېوادونو یې ملاتړ کاوه، ۱۱۶ هېوادونو تایید کړ، خو د روسیې، چین، پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه.

په دې پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې په بې‌ثباتۍ، خراب اقتصادي او ټولنیز وضعیت، د نشه‌يي توکو کرکېله او د ترهګرو په شتون اندېښنه ښودل شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې مشر چابا کروشي د غونډې په پیل کې افغانستان له ناورین سره مخ وباله.

هغه وویل، همدا اوس د افغانستان دوه په درېیمه برخه وګړي وږي دي، نجونې له زده‌کړو راګرځول شوي، روغتیايي خدماتو لاس‌رسی نه‌شته، ترهګرې ډلې د ودې په حال کې دي او دا هېواد یو له خورا پېچلو ننګونو سره مخ دی.

"افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده‌کړو محرومه دي.

نوموړي وويل: "افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده‌کړو محرومه دي. طالبان باید د جنسیت، قوم، مذهب، عقیدې اوسیاسي تړاو پرته، د ټولو افغانانو خوندیتوب تضمین کړي. طالبان باید د خبریالانو، مدني فعالانو او د بشر دوستانه مرسته رسوونکو دخوندیتوب ډاډ هم ورکړي."

له طالبانو سره مو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې پرېکړه او غوښتنې او شریکې کړې، خو ویاند یې ځواب را نه کړ.

مګر له دې وړاندې یې تل ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او د همه ‌شموله حکومت جوړول یې د طالبانو د اوسني رژیم کار بللی، نه دنړیوالې ټولنې مسوولیت.

د ملګرو ملتونو غونډه
د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د جرمني استازې انتیه لندرتسي چې دا پرکړه​ لیک یې تصویب لپاره وړاندي کړې وو هم په طالبانو خورا تُندې نیوکې وکړې او په افغانستان کې یې بشري، ټولنیز او اقتصادي وضعیت نازک وباله.

هغې وویل، طالبانو د افغانستان واګي په لاس کې اخستي، خو د افغانانو پر وړاندې خپل مسوولیت نه تر سره کوي.

نوموړې وویل: "د ښځو او نجونو سره سیسټماټیک ظلم چې دوی نه‌شي کولای له خپلو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو څخه برخمنې شي، خورا د اندېښنې وړ دی. د ټول شموله حکومت او د حکومت کولو لپاره د دوامداره اوږد مهاله سیاسي حل په لور د کومې هڅې نشتوالی هم شته. موږ د طالبانو له‌خوا د نجونو، ښځو او لږکیو د بشري حقونو د خوندیتوب اړوند کومه هڅه نه‌ده لیدلې>

موږ د طالبانو له‌خوا د نجونو، ښځو او لږکیو د بشري حقونو د خوندیتوب اړوند کومه هڅه نه‌ده لیدلې.

امنیت هم نازک دی."

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق بیا وویل، طالبان د یوه همه‌شموله او حساب ورکوونکي حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي او دې چارې د خلکو په ژوند بده اغېزه کړې ده.

فایق له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

نصیر احمد فایق
نصیر احمد فایق

خو په دې غونډه کې د چین او روسیې استازو بیا د امریکا له‌خوا د افغانستان بانک په کنګل شوې پانګه نیوکه کړه او تر خوا یې تصویب شوی پرېکړه‌لیک نا متوازنوباله.

ملګري ملتونه داسې مهال له طالبانو په خپلو کړنو کې د سمون غوښتنه کوي چې تېرو ۱۵ میاشتو کې اوسنی رژیم په پرله‌پسې ډول له دې امله تر نیوکو لاندې دی چې ګنې د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

خو لویه نیوکه دا ده چې نړیواله ټولنه په طالبانو د فشار راوستو پر ځای یوازې انتقاد کوي او د افغانانو د اوسني وضعیت د سمون لپاره یې عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

XS
SM
MD
LG