د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

متقي د پاکستان سفير ته: افغانانو سره ناوړه چلند پای ته ورسوئ


اميرخان متقي
اميرخان متقي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو له چلنده شکایتونه کوي، د طالبانو حکومت وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په دې اړه پرون ناوخته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر ته وویل چې له افغانانو سره دا ډول چلند د دوو هېوادونو په زیان دی.

په پاکستان کې مېشت افغانان، په ځانګړي ډول په سند ایالت کې له پولیسو شکایت کوي او وايي، بې دلیله یې نیسي او ناوړه چلند ورسره کوي.

له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هیوادونو په زیان دی."

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې موضوع د پاکستان د سفارت له نوي شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني سره وکتل.

نوموړی وايي: "په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني شارژدافیر ته وویل چي په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی."

تر دې مخکې پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغانان ځورول کېږي.

حافظ ضيا احمد تکل
حافظ ضيا احمد تکل

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي او د پاکستان له حکومته يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ښارونو په ځانګړي ډول په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له زرو څخه زیات افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي خو ځینو رسنیو ویلي چې، پاکستاني پولیس یوازې هغه افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه‌لري.

خو په سند صوبه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نورالله ترین دا خبره ردوي او وايي: "زموږ سره داسې ثبوتونه شته چې هغو ته د پاکستان نادرا (د نفوسو د احوالو ادارې) مهاجر کارتونه ورکړي خو بیا هم نیول شوي دي."

کراچۍ کې مرکزي زندان چې افغانان هم په‌کې بنديان دي.
کراچۍ کې مرکزي زندان چې افغانان هم په‌کې بنديان دي.

ښاغلي ترین همدا راز وویل چې، د تاج محمد په نوم یو افغان د کراچۍ په محبس کې مړ شوی دی.

د پاکستان په نورو ښارونو کې هم افغانانان د پولیسو له چلنده شکایت کوي.

په راولپنډۍ کې یوه افغان د امنیتي اندېښنو په خاطر د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې پولیس د افغانانو کورونو ته ورځي او په یوه او بله پلمه پیسې ورڅخه غواړي.

نوموړي وويل: "نن په دې پلمه سبا په بله پلمه پیسې غواړي، موږ به تر کله دوی ته پیسې ورکوو."

د نړیوالو ادارو د راپورونو له‌مخې په تېر څه باندې یو کال کې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG