د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د فوټبال نړيوال جام؛ ټاکل شوې نن څلور لوبې ترسره شي


قطر کې د فوټبال نړيوال جام
قطر کې د فوټبال نړيوال جام

د فوټبال په نړیوال جام کې نن څلور لوبې په پام کې دي، دا لوبې په قطر کې د یکشنبې په ورځ پیل شوې چې پایلوبه به یې د ډسمبر په اتلسمه وي.

له لومړۍ ورځې پرته چې یوه لوبه په‌کې وشوه، تر اوسه له مهالوېش سره سم هره ورځ څلور لوبې شوې دي.

د فوټبال په نړیوال جام کې نن لومړۍ مسابقه د سویس او کامرون ترمنځ د کابل په وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي، د یوروګوای او جنوبي کوریا لوبه د مازدیګر پنځه نیمې بجې ده، د پرتګال او غانا مسابقه د ماسختن اته نیمې بجې او د برازیل او سربیا لوبه د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې ده.

د نن ورځې له لوبو سره به د اتو ګروپونو د هرې لوبډلې یوه یوه مسابقه بشپړه شي او سبا به د دې لوبډلو دوهمې لوبې پیل شي.

قطر کې د فوټبال لوبغالی
قطر کې د فوټبال لوبغالی

په قطر کې په نړیوال جام کې دوه دېرش ټیمونو برخه اخیستې ده چې په اتو ګروپونو کې ویشل شوې دي.

هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې مسابقې کوي."

په پرونیو لوبو کې جرمني چې تر اوسه یې د نړیوال جام په تاریخ کې څلور ځله اتلولي خپله کړې ده له جاپان څخه دوه د یوه په وړاندې ماتې وخوړه، بل لور ته د اروپا بلې پیاوړې ډلې اسپانیا بیا له ګولونو ځولۍ ډکه کړه، په کاستاریکا یې اووه ګوله وکړل.

د یکشنبې په ورځ به جرمني له اسپانیا سره مخامخ شي که جرمني له اسپانیا ماتې وخوري د بل پړاو تګ به یې خورا سخته شي.

د فوټبال د ګڼو مینه‌والو په نظر پرون د جرمني ماتې او وړمه ورځ د سعودي عربستان له لورې د ارجنټاین شکست د منلو نه ښکارېده.

له اتو ګروپونو به شپاړس لوبډلې دوهم پړاو ته لاره کوي او نیمایي نور به بېرته خپلو هیوادو ته ستنیږي.

په راتلونکو ورځو کې به معلومه شي چې د جرمني او ارجنټاین په څیر ټیمونه به خپلو مېنو ته ستنیږي که څرنګه؟

XS
SM
MD
LG