د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د فوټبال نړيوال جام کې د سعودي عربستان بريا؛ پاچا يې نن عمومي رخصتي اعلان کړې


قطر کې د سعودي عربستان د لوبډلې يوه مينه‌واله
قطر کې د سعودي عربستان د لوبډلې يوه مينه‌واله

د سې شنبې ورځې په مسابقه کې د سعودي عربستان هېښوونکې بریا، ارجنټاین ته سخت ټکان ورکړ.

د سعودي عربستان د ټیم ملاتړو باور نه کاوه، چې دغه لوبه دې دوه د یو په وړاندې د دوی د خوښې ټیم په ګټه پای ته رسېدلې وي.

د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په ټولو برخو کې دغه بریا په خوښیو سره ولمانځل شوه.

ځینو نڅاګانې وکړې او ځینو نورو د سعودي عربستان ملي بیرغ په خپلو موټرونو کې یوې او بلې خوا ته ګرځاوه.

العربیه خبري شبکې د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان ال سعود تصاویر خپاره کړل، چې له ارجنټاین سره د مسابقې تر کتلو وروسته د عربستان د انرژۍ د وزیر عبدالعزیز بن سلمان په ګډون له ځینو کسانو سره دغه بریا لمانځي.

د سعودي عربستان د ټیم ملاتړو باور نه کاوه، چې دغه لوبه دې دوه د یو په وړاندې د دوی د خوښې ټیم په ګټه پای ته رسېدلې وي.
د سعودي عربستان د ټیم ملاتړو باور نه کاوه، چې دغه لوبه دې دوه د یو په وړاندې د دوی د خوښې ټیم په ګټه پای ته رسېدلې وي.

د سعودي عربستان ۸۶ کلن پاچا، سلمان بن عبدالعزیز ال سعود، په دغه هېواد کې نن چهارشنبه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

داسې اټکل نه کېده چې سعودي عربستان دې هغه ټیم ته ماتې ورکړي

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د حکومت یو سلاکار او د تفریحي چارو عمومي ادارې مسوول ترکي الشیخ پرون سې شنبه د ریاض ټولو پارکونو او تفریحي ځایونو ته په وړیا ډول د خلکو د داخلېدو خبر ورکړ.

داسې اټکل نه کېده چې سعودي عربستان دې هغه ټیم ته ماتې ورکړي، چې د لیونل مسي غوندې تکړه فوټبالر په‌کې دی او دوه وارې نړیوال جام ګټلی دی.

مسي توانېدل ۷ ځلې د سرو زرو توپ وګټي.

د سعودي عربستان بله مسابقه راروانه شنبه له پولنډ سره ده.

XS
SM
MD
LG