د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

فوټبال؛ سعودي عربستان ارجنټاين ته ماتې ورکړه


د ارجنټاين او سعودي عربستان لوبه
د ارجنټاين او سعودي عربستان لوبه

د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې سعودي عربستان نن ارجنټاین ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه.

د لوبې په لسمه دقیقه کې د ارجنټاین نامتو لوبغاړي لېونل میسي لومړی ګول وواهه خو د دوهمې نیمايي په ۴۸مه دقیقه کې صالح الشهري او په ۵۳مه دقیقه کې سالم الدوسري د یوه، یوه ګول په وهلو سره سعودي عربستان برلاسی کړ.

ټاکل شوې چې نن د کابل په وخت د مازیګر په پنځه نیمو بجو دوهمه لوبه د تونس او ډنمارک ترمنځ، درېیمه د شپې په اته نیمو بجو د مکسیکو او پولنډ او څلورمه لوبه د شپې په یوولس نیمو بجو د فرانسې او اسټرالیا ترمنځ وشي.

په پرونیو لوبو کې انګلینډ ایران ته شپږ دوه ماتې ورکړه، هالنډ سنیګال ته دوه صفر ماتې ورکړه او د امریکا او وېلز ترمنځ لوبه یو- یو مساوي شوه.

XS
SM
MD
LG