د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

يو شمېر خلک د ډاکټرانو له شفري نسخو شکايت کوي


ارشيف
ارشيف

د کابل او ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې ډاکتران داسې شفري نسخې ورته لیکي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې د نورو درملتونونو کارکوونکي نه‌شي لوستلای او دوی مجبور دي، له هماغه درملتون څخه دوا واخلي چې ډاکتر ور معرفي کړي وي او په شفري نسخه یې پوهېږي.

د غزني ولایت يوه اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نوم مې جمعه الدین دی، د واغظ ولسوالۍ یم، مخکې دلته (د غزني ښار) ته راغلی وم، ډاکتر صیب نسخه راکړه، په معایناتو ډېرې پیسې ولګېدې، پیسې چې خلاصې شوې، ولسوالۍ ته لاړم، هلته مې په درملتونونو نسخه وګرځوله، څوک نه پرې پوهېدل. بېرته ښار ته راغلم، هم مې کرایه ولګېده او مجبور شوم، له هغه درملتون څخه دوام واخلم چې د ډاکتر په روغتون پورې مربوط وه."

"څو نورو درملتونو ته لاړم، هېڅوک هم پرې نه پوهېدل،"

دغه راز د غزني يو بل اوسېدونکی وايي: "نوم مې عبیدالله دی، د غزني د اندړو ولسوالۍ یم، دلته غزني ښار ته راغلی یم، ناروغان هم راسره دي. ډاکتر صیب ته راغلو، دوی نسخه راکړه. لاندې د دوی درملتون دی، دې ته یې راولېږلو. دې درملتون کې مې چې وکتل، د درملو بیه ډېره لوړه وه، وس مې یې نه درلود. څو نورو درملتونو ته لاړم، هېڅوک هم پرې نه پوهېدل، چې چا ته یې ور ښکاره کړم، وايي د هماغه ډاکتر درملتون ته ورشه چې نسخه یې درته لیکلې ده."

افغانستان کې ډاکټران تر ډېره شفري نسخې ليکي.
افغانستان کې ډاکټران تر ډېره شفري نسخې ليکي.

د کابل یو اوسېدونکی جلیل وايي، ډاکټران ځکه شفري نسخې لیکي او ناروغان یا پایوازان یې ځانګړو درملتونونو ته معرفي کوي چې دوی ورسره شریک وي او په دې درملتونو کې بیا په ګرانه بیل درمل پلورول کېږي.

نوموړی په دې اړه خپله کیسه راته کوي او وايي: "روغتون ته ورغلم، له نسخې اخیستلو وروسته کله چې د ډاکتر لخوا معرفي شوي درملتون ته ورغلم، هلته یې د درملو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ راته وویله. حال دا چې هغه درمل مې په بل درملتون کې په ۳۰۰ افغانۍ واخیستل، یعنې دوی څو برابره قیمه دوا خرڅوي. اکثره درملتونه دا نسخې نه‌شي لوستلی، ځکه په سختو شفرونو لیکل کېږي، ځینې یې تشخیص کولای شي، خو ډېر دا کار نه شي کولای. زما په نظر دا د خلکو په حق کې یو ظلم او خیانت دی، ځکه خلکو اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا یوه ناوړه استفاده ده چې ډاکتران یې کوي."

د دې ترڅنګ دا نیوکه هم شته چې ډاکټران له ځانګړو کمپنیو سره د تړون له مخې، یوازې د هماغه کمپنۍ درمل تجویز کوي چې په یوه مشخص درملتون کې موندل کېږي.

ارشيف
ارشيف

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې یو لړ ځانګړي اصول ټاکلي دي چې باید ټول ډاکټران یې عملي کړي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته وویل، د شفري نسخو لیکل یو دود ګرځېدلی و او د دې دود د ختمولو لپاره یې پرېکړه کړې ده چې نور شفري نسخې لیکل غیر قانوني کار دی.

"دا یو دود جوړ شوی و، چې د ډاکتر په نسخه ځانګړي درملتونونه پوهېږي او نور نه پرې پوهېږي"

نوموړی وايي: "دا یو دود جوړ شوی و، چې د ډاکتر په نسخه ځانګړي درملتونونه پوهېږي او نور نه پرې پوهېږي، نو په همدې اساس د عامې وزارت مناسبه وبلله، د دې لپاره چې د ولس ستونزې حل شي، دا پرېکړه وکړي."

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا ډاکترانو ته د نسخې د لیکلو په برخه کې ویل شوي چې باید په نسخه کې د ناروغ بشپړه پېژندنه، د ناروغ د عمده اعراض او علایم، توصیه شوي معاینات او نتیجه او د ناروغ تشخیص یا هم احتمالي تشخیص په بشپړ ډول ولیکل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې پرېکړې د تطبیق لپاره به د دې وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق او ارزونې رياست په کابل او ولاياتو کې بشپړه څارنه کوي او له سرغړونکو سره به جدي چلند وکړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال دا پرېکړه کوي چې تر دې مخکې هم د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د ګڼو ستونزو یادونه شوې چې له امله یې ناروغان مجبورېږي، ګاونډيو او د سیمې نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي.

XS
SM
MD
LG