د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ درملتونونو کې د درملو بیې لوړې شوي


ارشیف، کابل کې یو درملتون
ارشیف، کابل کې یو درملتون

په داسې حال کې چې د کرونا درېیمې څپې ډېری په دغه ویروس اخته کسان تر روغتونونو رسولي، د اکسیجن کمښت او د درملو لوړ قیمت ګڼ انتقادونه راپارولي دي.

ناروغ لرونکي وایي، د درملو بیه ۱۰ برابره لوړه شوې ده.

له دې ډلې، د کابل د اوسېدونکي عبدالعزیز عزیزي پلار چې تازه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ترې اخیستی د درملو له لوړې بیې انتقاد کوي.

د نوموړي په وینا چې پخوا د یو ویټامین سي پیچکارۍ بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په درې‌نیم تر څلورو زرو افغانیو پلورل کېږي.

عبدالعزیز همدارنګه د کابل په درملتونونو کې کرونا ناروغانو لپاره د ځینو تقویتي درملو له کمښت هم انتقاد کوي.

دی وايي: "د درملو بیه ډېره لوړه ده، خلک نه‌شي کولای چې په اسانه‌یې ترلاسه کړي، د ځنیو درملو بیه له دوه زرو نیولې تر څلورو زرو پورې ده، د خلکو اقتصاد کمزوری دی، نه‌شي کولای چې وایې‌خلي."

ارشیف، کابل ښار کې یو درملتون
ارشیف، کابل ښار کې یو درملتون

د هرات اوسېدونکی الیاس نوري هم ورته انتقاد لري.

ښاغلی نوري وايي: "تېره اوونۍ مې ورور ناروغ و، د اکسیجن او درملو په اخیستو مو ډېرې پیسې ولګېدلې، حکومت باید په درملو څار ولري او پرېنږدې چې اکسیجن او درمل د مافیا لاس ته ورشي."

بل‌خوا د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې له بازارونو بشپړ څارنه کوي.

د دغې ادارې مشر ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښاریان کولای شي چې شکایتونه له اسنادو سره له دې ادارې سره ثبت کړي.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "د کرونا لپاره مشخص درمل نه‌شته، خو کوم تقویتي درمل چې په ښار کې خرڅېږي زموږ ټیمونه پرې بشپړ نظارت لري او هغه درمل پلورونکي چې درمل په لوړه بیه خرڅوي، ونیول شي، ورسره قانوني چلند کېږي، له وطنوالو جدي غوښتنه کوو چې له کوم درمل پلورنځي چې درمل اخلي د درملو بیه په نسخې ولیکي او ټاپه‌یې کړي او چې درمل په قیمته بيه په دوی خرڅ شوی وي موږ دې پرې خبر کړي."

دا په داسې حال کې ده چې کرونا لاهم افغانانو ته یو جدې ګواښ شمېرل کېږي.

عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه افغانستان د کرونا د درېیمې څپې له لوړې کچې نه‌دی تېر شوی.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر ناروغ
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر ناروغ

د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل: "لاهم ګواښ پر ځای دی، د ورځنيو شمېرو کمښت د کرونا ټیټه کچه نه‌څرګندوي، ویروس د پراختیا په حال کې دی او د ناروغانو شمېر هم زیاتېږي."

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۴۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۶۴ تنه ترې مړه شوي دي.

د کرونا له پیله بیا تر دې دمه په دغه هېواد کې ۱۱۷ زره او ۱۵۸ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۷۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG