د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

"کندز کې د ځینو ډاکټرانو کتنځایونو تیاره او په روغتیايي نورمونو برابر نه دي"


ارشیف، د کندز ښار
ارشیف، د کندز ښار

د کندز ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د زیات شمېر ډاکټرانو شخصي کتنځایونو د طبابت قانون خلاف او په روغتیايي نورمونو برابر نه دي.

دوی همدارنګه تور پورې کوي چې یو شمېر ډاکټران له ځیني درملتونونو د زیات درمل د پلورل په خاطر ناروغانو ته غیرې ضروري درمل په نسخو کې لیکي.

کندزیان وايي، دغه ولایت کې د زیات شمېر ډاکټرانو شخصي کتنځایونه د درملتونونو پر سر په دریېمو او دویمو پوړونو کې دي او په وینا یې داسې تنګې او غیرې معیارې زینې ورختلي چې روغ کسان پرې نه شي ختلی او د ناروغانو او معلولو ورپورته کېدل خو ډېر ستونزمن دي.

عبدالظاهر نیازي وايي، د یو شمېر ډاکټرانو شخصي کتنځایونه تنګ، بې وسایلو، تیاره او غیرې معیاري وي: "د ناروغ لپاره باید سهولت وي او د ډاکټرانو معاینه خانې باید په لاندې منزل کې وي. دا د طبابت، انسانیت او بشر دوستي له لحاظه خلاف کار دی چې دوی په دوهم او درېیم منزل کې کيني او ناروغ ورته په دې تنګو زینو کې ور پورته کېږي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی ۴۵ کلن حشمت الله خوګیاڼۍ وايي، ډاکټران په خپلو کتنځایونو کې نظافت نه مراعتوي او ډېر شخصي کتنځایونه د ناروغانو او د پایوازانو د ناستې لپاره هم مناسب ځای نه لري.

د کندز ښار
د کندز ښار

ښاغلي خوږیاڼۍ هم په غیرې معیاري ودانیو او په لوړو پوړونو کې د ډاکټرانو د معاینه خانو موجودیت یوه له ډېرو جدي ستونزو بولي چې د کندز ناروغان ورسره مخ دي: "یو شمېر کسان قلبي تکلیف لري، هغوی څنګه کولای شي دې زینو کې درېیم او دوهم منزل ته پورته او ښکته شي؟ دا ډېر جدي مشکل دی باید ډاکټران په لاندې منزل کې ځای جوړ کړي."

دوی د کندز د عامې روغتیا له چارواکو غواړي چې دې ښار کې د ډاکټرانو د شخصي کتنځایونو او له ناروغانو سره د دوی د مسلکي چلند د سمون لپاره دې اقدامات وکړي.

د کندز یو بل اوسېدونکی ۳۴ کلن خلیل الله کاکړ وايي، ځیني ډاکټران د دې په خاطر چې له درملتونونو سره خپل غیرې قانوني تړاو وپالي، ناروغانو ته نسخو کې بې ضرورته اضافي درمل ليکي.

ښاغلي کاکړ وايي: "دا ډاکټران د قصابانو په څېر دي، په ورتلو سره درته کڅوړه ډکه کړي، ځکه دوی همدې درملتونونو سره تړلي، کوښښ کوي چې څه ډول خپل درمل وپلوري. د خلکو روغتیا ته هېڅ پام نه کوي یوازې د خپل درمل پلوري او د خلکو جیبونه خالي کوي."

ډاکټر جمال چې په خپل کور کې شخصي معاینه خانه لري. هغه هم د ځینو ډاکټرانو کتنځایونه غیر معیاري بولي او زیاتوي چې یو شمېر ډاکټران د شخصي ګټو په خاطر له درملتونونو سره لاره پالي.

نوموړی وايي: "پرته له دې چې دوی د مسؤلیت احساس وکړي، دوی د خپلو شخصي ګټو په خاطر غیر معیاري معاینه خانې جوړې کړي چې د ناروغ له لاسرسی څخه لېرې دي او پر دې سربېره دوی دومره درمل ناروغ ته لیکي چې په پای کې د ناروغ پایواز سره د موټر کرایه نه وې پاتي."

د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم د خلکو انتقادونه مني او ټېنګار کوي چې ډاکټران باید په خپلو شخصي کتنځایونو کې طبي نورمونه په پام کې ونیسي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دوی ته توصیه او خبرداری ورکړی، خو بیا هم یو قوي تصمیم ته ضرورت لرو، ځکه د یو چا معاینه خانه او درملتون چې د طبي طرحې خلاف جوړه شوې وي او هغه چې ته نن سموې، موږ له سل قسمه مزاحمتو سره مخامخ شوي یو او مخامخ کېږو."

د خلکو د خبرو پر بنسټ چې دغه ستونزه نه یوازې د کندز مرکز کې بلکې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم موجود ده چې ان ځینو کسانو پرته له دې چې د روغتیايي کار کوونکې یا ډاکټر په توګه د کار کولو جواز ولري د پیسو راټولو په خاطر شخصي کتنځایونه پرانیستې او د خلکو پر ژوند لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG