د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

بایډن: د پوتین له شرمه ډکه ټولپوښتنه په رسمیت نه پېژندل کېږي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر پوتین او چپ ته د امریکا ولسمشر بایډن
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر پوتین او چپ ته د امریکا ولسمشر بایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د خاورې د څلورو سیمو یو ځای کېدل به کله هم په رسمیت ونه پېژني.

ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل: "د پوتین کارونه د ده د ستونزه نښه ده، له شرمه ډکه ټولپوښتنه یې ترسره کړه او متحدایالتونه به کله هم دا په رسمیت ونه پيژني. صادقانه ووایم نړۍ به یې هم ونه پېژني، دی نه شي کولی د خپل ګاونډي خاوره ونیسي او په دې سادګۍ ورسره وتښتي."

جو بایډن پرون وروسته تر دې په واشنګټن کې دا خبرې وکړې چې تر دې مخکې په مسکو کې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د زاپروژیا، خرسون، لوهانسک او دونیڅک سیمو د الحاقېدو په پار رسمي غونډه جوړه شوه او ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د دې سیمو خلک به د تل لپاره د روسیې تابعیت خپل کړي.

بل لور ته د پوتین تر دې اعلان وروسته نړیوال بانک د اوکراین د بیارغونې لپاره د پنځه سوه دېرش میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

نړیوال بانک د جمعې په ورځ وویل، له دې نوې مرستې سره د دوی کومک له کییف سره دیارلس میلیارده ډالرو ته ورسېد.

روسیې د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین برید پيل کړ.

د نړیوال بانک له دیارلس میلیارډه ډالرو مرستو څخه یولس میلیارده اوکراین ته رسېدلې دي.

د ختیځې اروپا لپاره د نړیوال بانک مشر اروپ بانرجي وویل، نړیوال بانک اټکل کوي چې اوکراین د راتلونکو دریو کلونو په مخه تر سل میلیارډه ډالرو ډیرو پیسو ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي دي چې کله به هم د مسکو دا غیرقانوني پرېکړه ونه مني چې د اوکراین د خاورې یوه برخه له خپلې خاورې سره یوځای کوي.

XS
SM
MD
LG