د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

لويديځ هېوادونه پر روسيه د نويو بنديزونو لپاره چمتووالی نيسي


د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو بيرغونه
د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو بيرغونه

امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې پر روسیې باندې د هغه څه لپاره چې دوی د اوکرایین په څلورو سیمو کې «جعلي» ټولپوښتنې بللي د نویو بندیزونو د لګولو چمتووالی نیسي.

سپینې ماڼۍ ویلي په دې بندیزونو سره به مسکو سخت اقتصادي تاوانونه وویني.

روسیې د اوکرایین په څلورو اشغالي سیمو دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپروژيا کې ټولپوښتنې پيل کړي او غواړي له دې لارې دا سیمې د خپلې خاورې برخه وګرځوي.

دغه اقدام اوکرایین په ککله غندلی او لویدیځ هم ټینګار کړی چې هيڅکله به یې په رسمیت ونه پيژني.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "امریکا متحده ایالتونه به هېڅکله د اوکرایین د برخو د الحاق ناقانونه او غیر مشروع هڅې ونه مني او د دې هڅو د مخته تلو سره به امریکا په روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي چې روسیې ته به ډېر ګران پرېوځي."

سپينه مانس
سپينه مانس

اخوا د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون در لاین هم پرون وویل چې، په روسیې د بندیزونو یوه نوې بسته چمتو کوي.

نوموړې ويلي: "موږ په اوکرایین کې دا جعلي ټولپوښتنې او د خاورې هر ډول الحاق نه منو او هوډمن یو چې په روسیې بندیزونه ولګوو څو جګړو ته د لمن وهلو تاوان ورکړي. نو په همدې خاطر موږ په ګډه په روسیې د نویو سختو بندیزونو یوه بسته وړاندې کوو."

"موږ په اوکرایین کې دا جعلي ټولپوښتنې او د خاورې هر ډول الحاق نه منو"

د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوې بسته کې په اتو مواردو ټینګار شوی چې په‌کې د روسي موادو د واردولو برخه هم شامله ده.

یوازې له همدې درکه به روسیه د شاوخوا اوه میلیارده یورو عواید له لاسه ورکړي.

د راپورونو له مخې روسیه په دې هیله ده چې وکولای شي د اوکرایین څلور اشغالي سیمې خپلې کړي لکه څنګه چې یې د کریمیا ټاپووزمه له اوکرایین ونیوله.

رویټرز راپور ورکوي چې روسیې د مسکو په سره میدان کې لوی بلبورډونه لګولي او پرې لیکلي یې دي چې: "دونیتسک، لوهانسک، خرسون ، زاپروژيا – روسیه"

روسیې وروسته له هغه د اوکرایین په اشغالي سیمو کې د ټولپوښتنو هڅې پيل کړې چې د اوکرایین ځواکونو په څو ختیځو سیمو کې روسي ځواکونه په شا وتمبول او خپلې سیمې یې بېرته ترې ونيولې.

روسیې د فبرورۍ له ۲۴مې د اوکرایین په خاوره باندې غیرموجه یرغل پيل کړی او تر دې دمه د لویدیځ له کراتو بندیزونو او فشارونو سربېره روان دی.

XS
SM
MD
LG