د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

اوکرايين کې د ټولپوښتنې پايلې؛ خلک له روسيې سره د يو ځای کېدو غوښتنه کوي


اوکرايين کې ټولپوښتنه
اوکرايين کې ټولپوښتنه

د اوکرايین د ختیځ په څلورو سیمو لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا کې رایه ورکوونکو له روسیې سره د یو ځای کېدو په ملاتړ رایه ورکړې ده.

په دغو سیمو کې د مسکو له‌خوا ګمارل شویو چارواکو ویلي، په زاپوریژیا کې په سلو کې ۹۳، په خرسون کې په سلو کې ۸۷، په لوهانسک کې په سلو کې ۹۸ او په دونېڅک کې په سلو کې ۹۹ رای ورکوونکو له روسیې سره د الحاق ملاتړ کړی.

دغه ټولپوښتنه د سپټمبر په ( ۲۳مه) پيل او پرون د سپټمبر (په ۲۷مه) پای ته ورسېده.

دغه څلور سیمې په ټوله کې د اوکرايین د خاورې پنځلس فیصده برخه جوړوي.

دا ترسره شوې ټولپوښتنه د اوکرايین، لویدیځو دولتونو، امریکا او ملګروملتونو له‌خوا غیرقانوني بلل شوې ده.

د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ټولپوښتنه مسخره بللې او ویلې یې دي، خلکو د ټوپک تر سیوري لاندې رایه په‌کې ورکړه.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

زلنسکي ویلي، اوس هر هېواد باید د روسیې د دغه ګام په وړاندې غبرګون وښيي.

زلنسکي دغه راز ویلي، روسیې د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې په رشخندۍ هغو سیمو کې ټولپوښتنه ترسره کړه چې په واک کې یې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم دا ټولپوښتنه شرمونکې او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه یې بللې ده.

امریکایي چارواکو ویلي، که چېرته روسیه دغه سیمې له خپلې خاورې سره یو ځای کړي، پر مسکو به نور بندیزونه ولګوي.

ملګرو ملتونو او نورو لویدیځو قدرتونو ویلي چې دا ټولپوښتنه د نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې ترسره شوې ده.

د اوکرايين په اړه د ملګرو ملتونو غونډه
د اوکرايين په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

د دغې ټولپوښتنې پر مهال د ځینو محلي چارواکو له‌خوا داسې ادعاوې هم وشوې چې ګواکې خلک د ګواښ او فشار په وسیله رایې ورکونې ته مجبوره شوي دي.

دغو ادعاو کې ویل شوي چې د ټاکنو چارواکو د رایو صندوقونه کور په کور ګرځول او ځینو ځایونو کې یې پوځیانو هم ملتیا کوله.

د روسیې د پارلمان یا دوما د مشرانو جرګې مشرې ولینتینا متوینکو ( Valentina Matviyenko ) ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین به د سپټمبر په ۳۰مه د دغې ټولپوښتنې په اړه پارلمان ته وینا وکړي.

د دې په وینا، قانون جوړونکي به د اکتوبر په څلورمه د دغو سیمو د الحاق په قانوني کېدو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG