د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

اروپايي ټولنې د روسیې پر وړاندې د نویو جزايي ګامونو د اخیستلو ژمنه کړې


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل

اروپايي ټولنې د روسیې پر وړاندې د نویو جزايي ګامونو د اخیستلو ژمنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل وروسته له هغه د روسیې پر وړاندې د نویو مجازاتو ژمنه وکړه چې مسکو په اوکراین کې د خپلې جګړې د غښتلي کولو لپاره یو څه پوځي تحرک اعلان کړ.

بورېل د سپتمبر په ۲۱ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر بېړنۍ غونډې وروسته وویل: "موږ پرېکړه وکړه چې ژر تر ژره د ملګرو سره په همغږۍ کې د روسیې په وړاندې اضافي محدودیتي ګامونه پورته کړو."

بورېل وویل چې اروپايي ټولنه به هم په اشخاصو او هم په سکتورونو باندې د بندیزونو د لګولو په اړه ارزونه وکړي او په دې اړه به پرېکړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په رسمي غونډه کې وشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې د اوکراین د دونباس سیمې د ده په خبره د "آزادولو" لپاره د مرستې په هدف د جزوي نظامي تحرک امر کړی و. چېرته چې روسي ځواکونو په دې وروستیو کې د ځینو هغو سیمو کنټرول له لاسه ورکړی چې دوی له فبروري راهیسې د یرغل پر مهال نیولې وې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین دا هم وویل چې د روسیې د خاورې د ساتنې لپاره د هغه په اختیار کې د هرڅه کارولو ګواښ تش خبرې نه دي. د هغه خبرې په پراخه کچه د روسیې اټومي وسلو ته د اشارې په توګه لیدل شوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزيپ بورېل د اتومي وسلو په کارولو سره اروپا ته د ګواښ په اړه وویل: "د ټولې نړۍ لپاره یو ریښتینی خطر دی، او نړیواله ټولنه باید غبرګون وښيي."

هغه زیاته کړه: "اوس دا څرګنده ده چې روسیه په ټوله معنی د اوکراین د ویجاړولو په لټه کې ده. له پیل څخه یې د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې ټول نړیوال قوانین مات کړل مات کړ. اوس واضحه ده چې د روسیې پوتین، غواړي اوکراین ویجاړ کړي او دلته په نیویارک کې راټوله شوې نړیواله ټولنه باید په دې اړه غښتلي ګامونه پورته کړي."

د پوتین اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د اوکراین په ختیځ او سویل کې د روسیې تر واک لاندې سیمو کې له روسیې سره د یوځای کېدو په اړه د رایې ورکولو پلانونه اعلان شول، او دې مسئلې د نړیوالو غوسه وپاروله او ویې غندله.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزيپ بورېل زیاته کړې چې روسیې د ډله ییزې وژنې د وسلو د کارولو په ګواښ سره په اوکراین کې د پوځي تحرک او په اشغالي سیمو کې د ناقانونه ټولپوښتونو د ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

هغه وویل، د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي باید د اوکراین لپاره خپل دوامداره ملاتړ تکرار کړي، او "نړیوالې ټولنې ته د هغه نه منلو وړ وضعیت په اړه خبرداری ورکړي چې پوتین موږ ټول ورسره مخ کوي."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG