د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د تاشکند د غونډې پای؛ طالبان: پر اقتصاد او نړۍ سره پر تعامل خبرې وشوې


د تاشکند په کنفرانس کې د طالبانو پلاوی
د تاشکند په کنفرانس کې د طالبانو پلاوی

طالبانو د افغانستان په اړه په تاشکند کې رابلل شوې غونډه ګټوره وبلله او وايي، دا ډول غونډې د دوی د حکومت او هېوادونو ترمنځ د تعامل لپاره ښې پایلې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په غونډه کې تر ډېره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.

بلخوا ټاکل شوې د امریکا دوه لوړ رتبه چارواکي د طالبانو له هیئت سره د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل په اړه خبرې کوي.

د افغانستان په اړه د تاشکند رابلل شوې غونډه چې د طالبانو چارواکو او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د نږدې د شلو هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه، پرون ماښام پای ته ورسېده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل د دې غونډې له ختمېدو وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان د نړۍ له هېوادونو سره تعامل غواړي او په دې غونډه کې پر دې موضوع هم تمرکز وشو.

نوموړي وويل: "په تاشکند کې د افغانستان په اړه جوړ شوی کنفرانس ډېر مهم و. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چې د افغانستان نوی حکومت چمتو دی، چې د خپل متوازن سیاست او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې له سیمې او ټولې نړۍ سره تعامل وکړي."

طالبانو ويلي دا ډول غونډې نړۍ سره د دوی د حکومت د تعامل لپاره مؤثرې دي.
طالبانو ويلي دا ډول غونډې نړۍ سره د دوی د حکومت د تعامل لپاره مؤثرې دي.

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په غونډه کې د طالبانو هیئت تر ډېره د اقتصادي، تجارتي مسایلو او له نړۍ سره د تعامل په اړه تمرکز وکړ.

په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران علت د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل وبلل او د شا و خوا ۹ ملیارد ډالرو په ارزښت یې د دغو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

له دې جملې ۷ ملیارد ډالره په امریکا کې کنګل شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د فبروري میاشتې پر یوولسمه د یوه اجرائیه فرمان په لاسلیک سره له دې جملې درې نیم ملیارد ډالرو ته جواز ورکړ، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران پر حل ولګول شي.

د رویټرز اژانس په حواله امریکا او طالبانو د افغانستان بانک د ملیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د ازادېدو موضوع مطرح کړه او په دې برخه کې لږ پرمختګ هم شوی دی.

بلخوا ټاکل شوې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست دغه راز د ټروریزم او مالي اطلاعاتو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نلسن نن چهارشنبه د طالبانو له هیئت سره په تاشکند کې وګوري.

د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي په دې غونډه کې به د هغو اقتصادي ستونزو پر حل خبرې وشي، چې افغانان ورسره مخامخ دي.

د نورو غربي چارواکو تر څنګ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلا سن په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت، د ښځو او نجونو پر وضعیت، د بیان د ازادۍ او اقلیتونو پر حال خبرې کړي دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال په پوره کېدو دی، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو رعایت، له تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول له هغو شرطونو دي، چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح کړي دي.

XS
SM
MD
LG