د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

متقي د تاشکند کنفرانس ته: نړۍ دې افغانستان کې د ثبات لپاره پانګونه وکړي


د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس
د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه.

امیرخان متقي چې نن یې د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس په دویمه ورځ دې غونډې ته خبرې کولې وویل، نړۍ دې په افغانستان کې د بې ثباتۍ پر ځای د ثبات د راوستو لپاره پانګونه وکړي.

د "افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې" په نوم په تاشکند کې د جوړ شوي کنفرانس په وروستۍ ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له نړۍ‌والې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغه دې غونډې ته په خبرو کې وویل: "لویه خبره دا ده چې موږ دنیا ته دا پیغام ورکړی چې موږ نړۍ سره مثبت تعامل غواړو. موږ غواړو چې افغانستان بیا د جګړې ډګر نه‌شي او افغانستان د سولې ډګر شي، د ثبات ډګر شي، د اقتصاد ډګر شي او دې منطقي ته د اتصال ډګر شي."

هغه داسې مهال له نړۍ سره د تعامل خبره کوي چې طالبان تورن دي چې له نړۍ سره د ښه تعامل پر ځای یې ځان خوښې پالیسې غوره کړې او تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره وړاندیز شوي شرایط نه‌دي منلي.

امیرخان متقي له امریکا متحده‌ایالاتو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پانګه‌ ازاده کړي او تر څنګ یې په پر دوی لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدا ډول له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ په برخه کې د پانګونې پر ځای، په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره پانګونه وکړي، خو دا یې و نه ویل چې کوم هېواد په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ د راوستو لپاره پانګونه کوي.

خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن بیا په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي وضعیت ته اشاره کړې او په دې هېواد کې یې د نجونو او ښځو، د بیان ازادۍ او د قومي لږکیو په وضعیت خبرې وکړې.

طالبان د افغانستان په اړه دا کنفرانس بريالی بولي.
طالبان د افغانستان په اړه دا کنفرانس بريالی بولي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د تاشکند په کنفرانس کې یې د یوه رسمي او ټول‌ګډونه افغان حکومت د جوړېدو چې د ټولو افغانانو ښځو او نارینه‌وو او بېلابېلو قومونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، اړتیا په ګوته کړه.

هغه زیاته کړې، د افغانستان اقتصادي ننګونو ته د رسېدو لپاره طالبانو ته اړتیا ده چې د بودجې شفافیت وښېي، قانوني روڼتیا او د قانون حاکمیت تضمین کړي او د مرکزي بانک د خپلواکۍ او تخنیکي ظرفیت د تضمین لپاره د اعتبار وړ اقدام وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یوناما مرستیال او سرپرست مارک پوتزل په تاشکند کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، تېرو درې اوونیو کې یې لیدلي چې په افغانستان هیڅوک د نجونو د ښوونځیو د پرانيستو سره مخالفت نه‌لري او طالبان باید په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل

د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس کې د امریکا متحده‌ ایالاتو د پلاوي په ګډون د ۲۰ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.

دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي له دویمې وینا چې هغه په‌کې ځینو اندېښنو او نیوکو ته ځواب وايي، ښکاري چې د طالبانو پر اوسني رژیم د ټول‌ګډونه حکومت د نه جوړېدو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په نقض، بودجې او مالي برخه کې د روڼتیا د کمي او ځینو نورو برخو کې سختې نیوکې هم شوي.

خو په ټوله کې طالب چارواکي دا کنفرانس بریالی بولي.

XS
SM
MD
LG