د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ټاکل شوې سبا ازبکستان کې د 'شانګهای سازمان' دوه ورځنۍ سرمشريزه پيل شي


د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو مشران - ارشيف
د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو مشران - ارشيف

په دې ناسته کې به د دولتونو مشران او څارونکي ګډون وکړي، خو طالبانو ته پر افغانستان د واکمنانو په توګه د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

افغانستان چې د دې سازمان د څارونکي هېواد په توګه غړیتوب لري، له دې مخکې به یې هر کال، په هره سرمشریزه کې ولسمشر یا په حضوري او یا هم په انلاین توګه ګډون کاوه.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل تر دې دمه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دغه شورا کې د روسیې او چین د مخالفت له امله د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سفرونو د بندیز غځولو په تړاو تر اوسه کومې هوکړې ته نه‌ده رسېدلې.

چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌يي مشري کوي، له روسیې سره یو ځای غواړي چې دا ټول ۱۳ طالب مشران د ۹۰ ورځو لپاره اجازه ولري چې د قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دغه شورا کې د روسیې او چین د مخالفت له امله د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سفرونو د بندیز غځولو په تړاو تر اوسه کومې هوکړې ته نه ده رسېدلې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دغه شورا کې د روسیې او چین د مخالفت له امله د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سفرونو د بندیز غځولو په تړاو تر اوسه کومې هوکړې ته نه ده رسېدلې.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیالان عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د دې وزارت مرستیال عباس ستانکزی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري، د استخباراتو رئيس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د اوبو او برښنا وزارت سرپرست لطیف منصور، د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب او د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف هغه کسان دي چې اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د سفرونو د معافیت په نوملړ کې شامل دي.

دا نومونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخکې په خپله ویبپاڼه خپاره کړي او ویلي د دوی په تور لېست کې دي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې د دې ناستې کوربه‌توب کوي د یادې ناستې له تر سره کېدو مخکې یې انډین اګسپریس په نوم هندۍ رسنۍ ته په لیکلې مقاله کې لیکلي، د افغانستان خلک "ښه ګاونډیانو" ته اړتیا لري او دا یې یو "اخلاقي مکلفیت" بللی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

نوموړي په دې مقاله کې چې تېره اوونۍ دغې هندۍ رسنۍ خپرې کړې دا یې هم لیکلي چې: "افغانستان چې د پېړیو راهیسې د نړیوالو او سیمه‌يیزو قدرتونو په تاریخي مقابله کې رول لوبولی، باید د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو لپاره د نوي سوله‌يیز ماموریت هڅه وکړي."

د یادونې ده، چې د ځینو روسي او هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې ناسته کې به د افغانستان د بشري وضعیت همدارنګه له دغه هېواده د سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت او ثبات په اړه به هم خبرې وشي.

د شانهګای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال د چین،‌ روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په غړیتوب رامنځته شو.
د شانهګای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال د چین،‌ روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په غړیتوب رامنځته شو.

د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې به د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ګډون وکړي.

د شانهګای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال د چین،‌ روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په غړیتوب رامنځته شو.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دغه سازمان بشپړ غړي شول او افغانستان په‌کې د څارونکي رول درلود.

XS
SM
MD
LG