د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

سوداګر: د طالبانو په واکمنېدو سره د هوايي دهلیز له لارې صادرات درېدلي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د وچې مېوې او لاسي صنایعو ځینې سوداګر وايي، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي دوی د هوايي دهلیز له لارې هېڅ صادرات نه دي کړي.

فتانه بیات چې په کابل کې د وچې مېوې او لاسي صنایعو په برخه کې د یو شرکت مسووله ده وايي، له تېر یو کال راهیسې یې د هوايي دهلیزونو له لارې هېڅ صادرات نه دي کړي.

نوموړې وايي، په تېر جمهور نظام کې د هوايي دهلیزونو له لارې تازه او وچې مېوې له افغانستانه بهر صادرولې، خو د طالبانو په واکمنېدو سره دغه چاره ودرېده او په سوداګرۍ یې اغېز کړی دی.

هغه زیاتوي: "د جمهوریت په وخت کې به موږ په میاشتني ډول ۴ نه تر ۵ ځله پورې صادرات درلودل. تازه او وچې مېوې، لاسي صنایع به مو له افغانستان نه بهر صادرول، خو د طالبانو اسلامي امارات په حکومت کې موږ هېڅ صادرات نه دي کړي. زموږ تازه مېوې په ګودامونو کې خرابې شوې. که هوايي دهلیزونه بیا فعاله نه شي دا یوه لویه ستونزه ده."

اغلې بیات وايي، اوسمهال په هند، جرمني او کویټ کې زیات شمېر پېرېدونکي لري، خو د هوايي دهلیزونو د غیر فعالېدو له امله نه شي کولای خپل پروسس شوي محصولات له افغانستان نه بهر صادره کړي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه هم له دغه هېواده بهرنیو ملکونو ته د هوايي دهلیزونو له لارې د صادارتو د درېدو خبره کوي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوسمهال صادرات نه شته او هر څه ولاړ دي. یوازې تېر کال د کام ایر هوايي شرکت له لارې یو ځل ځلغوزي صادر شوي او بس. دلیل هم دا دی چې په تېر حکومت کې د بهرنیانو لخوا سوداګرو ته سب سایډي په نظر کې نیول شوې وه، خو اوس کرایه لوړه او سوداګر لپاره ګټه نه لري."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د الکوزي په خبره، په تېر نظام کې په کلني ډول ۵زره ټن مالونه چې په کې تازه او وچې مېوې، غالۍ او ګیاهي درمل موجود و د هوايي دهلیزونو له لارې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېدل.

خو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، چې هوايي دهیلزونه فعاله دي او اوسمهال ځینې جلغوزي او غالۍ چې د فیصدې له مخې ۲۰ فیصده کېږي صادریږي.

د دې وزارت ویاند جواد دبیر ازادي راډيو ته وویل: "له دې وړاندې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د صاداراتو مالي ملاتړ د امریکا لخوا کېده چې په تېر یو کال کې دغه ملاتړ له منځه تللی، خو په ټوله کې سوداګر، خصوصي شرکتونه، او حکومت د دې په هڅه کې دي چې محصولات د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي."

خو دبیر دا روښانه نه کړه چې دغه هوايي دهلیزونه له کومې مودې راهیسې فعاله شوي.

دا چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی هوايي دهیلزونه په ۲۰۱۷م کال کې د تېر نظام پر مهال رامنخته او فعاله شوه.

د دغه دهیلزونو له لازې ترکیې، عربستان، قزاقستان، عربي متحده اماراتو، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرات کېدل چې د صادراتو ډېره برخه تازه او وچې مېوې، ګیاهي درمل او یو شمېر نور مالونه وو.

XS
SM
MD
LG