د هوايي چلند د نړیوال کنوانسیون تر لاسلیک وروسته، ملګرو ملتونو په ۱۹۹۲میلادي کال کې د ډسمبر۷مه د هوايي چلند د نړیوالې ورځې په نوم نوموله.
دغه ورځ د 'برادرز رایټ' له لوري د لومړنۍ الوتنې د ازمېښت په مناسبت چې په ۱۹۰۳ میلادي کال کې يې ترسره کړه، نومول شوې ده.
په افغانستان کې هوايي لېږد رالېږد په۱۹۲۳میلادي کال کې له جرمني او د وخت شوروي اتحاد نه د څو الوتکو په رانیولو سره پیل شو او ورسره هممهاله په کابل ښار کې د خواجه رواش لومړنی هوايي ډګر جوړ شو چې اوس د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په نوم یادېږي.
له افغانستانه لومړی نړیوال پرواز په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د یوې وړې روسۍ الوتکې په وسیله له افغانستانه روسیې ته وشو، خو وروسته افغان هوايي شرکتونه هم جوړ شو.
۶۵کاله وړاندې په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره د اریانا افغان هوايي شرکت په فعالیت پیل وکړ او په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې بيا د کورنیو الوتنو لپاره د باختر هوايي شرکت رامنځ ته شو.
که څه هم جګړو د افغانستان هوايي چلند صنعت ته سخت زیان ورساوه، خو دې وروستیو دوو لسیزو کې اریانا افغان دولتي او څو خصوصي هوايي شرکتونو یو بیا دغه صنعت ته د خلکو پام واړاوه.
د کام ایر هوايي شرکت د سوداګریزو چارو مرستیال سلیمان عمر وايي:"د کرونا وبا نه یوازې هوايي لیکو بلکې ټولې برخې زيانمنې کړي، په ځانګړي ډول يې هوايي شرکتونو ته چې د سفر او ګرځندوی صنعت ور پورې تړلی جدي زیان اړولی، موږ اقتصادي ستونزې درلودې او لرو يې، خو له دې سره په خوا کې خدمتونه هم لرو."
په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان د ملي شورا له خوا د ملکي هوايي چلند د قانون په تصويب او د ولسمشر له لوري يې له توشیح وروسته د ملکي هوايي چلند ادارې تشکیلات د ټرانسپورټ له وزارت بېل او د یوې خپلواکې ادارې په توګه يې د دولت په اداري تشکیل کې یې بودجه مشخصه شوه.
دغه اداره وايي، له ګمرکونو وروسته دوهمه عايداتي اداره ده او که هوايي پروازونه له ستونزو سره مخ نه وای، دغې ادارې به د کال له ۹ میلیارده زیات عواید د دولت خزانې ته سپارل.
د دغې ادارې پر وړاندې لوی خنډ اروپا ته د افغانستان د هوايي شرکتونو د فعاليتونو پراخېدل دي، د يادې ادارې د مسولینو په وینا اروپايي ټولنې له تور لېسته د افغانستان د هوايي شرکتونو د ایستلو لپاره اته شرطونه ايښي.
افغانستان له هر هوايي پرواز۷۵۰ ډالره حق العبور اخلي
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډيو ته وویل: "یو شرط یې د خپلواکې ملکي هوايي چلند ادارې رامنځته کول دي چې اوس موږ یوه خپلواکه اداره لرو، د هوايي چلند برخې پورې اړوند د ځینو قوانینو جوړول د اروپاي ټولنې یو بل شرط و، موږ تمه لرو چې د اروپایي ټولنې د ټولو شرطونو په پوره کولو سره د هوايي چلند د خدمتونو معیاري سیسټم رامنځته کړو، څو د اروپايي ټولنې له تور لېسته ووځو."
د ښاغلي صالحي په خبره د کرونا ویروس په خپرېدو سره د دغې ادارې عوايد ۴۰ میلیونه ډالره کم شوي، خو افغانستان څومره د دې صنعت پراختيا او د هوا له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې ته اړتیا لري؟
د اقتصادي چارو کارپوه شعیب رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په څېر په وچه کې را ایسار هېوادونه دا ستونزه لري، بندرونو ته لاره نه لري، کوښښ کېږي چې له هوايي لارو سوداګریز راکړه ورکړه مخ ته یوسي."
په تېرو میاشتو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانستان له هوايي فضا په يوه شپه او ورځ کې د هوايي پروازونو شمېر له ۴۰۰ نه ۱۵۰ ته راښکته شوی دی.
د ښاغلي صالحي په خبره، افغانستان له هر هوايي پرواز۷۵۰ ډالره حق العبور اخلي، خو په خبره يې دغه رقم به په راتلونکي کال کې د ادارې له لوري د معیاري خدمتونو د وړاندې کول له امله ۹۵۰ ډالرو ته لوړ شي.
نوموړی وايي، د افغانستان د هوايي دهلیز ډېری پروازونه له شمال جنوب ته او دغه شان له همدې لارې له اروپا، امریکا او کاناډا جنوبي اسیا ته ځي او له ختیځ لوېدیځ ته یو بل دهلیز هم رامنځته شوی دي.
اوس مهال په افغانستان کې درې کورني هوايي شرکتونه، اریانا، باختر او یو خصوصي شرکت کام ایر فعاليت لري او له ۱۱ زیات بهرني شرکتونه ورته الوتنې لري.
په ورته وخت کې په کابل، بلخ، هرات او کندهار کې څلور نړیوال هوايي ډګرونه او په ۲۴ ولایتونو کې ۲۴ سیمه ییز هوايی ډګرونه فعاله دي.