د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

شمال کې د غالیو اوبدنې صنعت د له منځه تللو اندېښنه


آرشیف
آرشیف

د افغانستان په شمال کې د غالۍ اوبدونکو ټولنه وايي چې په دغه زون کې د غالۍ اوبدنې صنعت د له منځه تلو په حال کې دی.

د هېواد په شمال کې د غالۍ اوبدونکو ټولنې مسئولان وايي چې نړیوالو بازارونو ته د افغاني غالۍ د نه لېږد، د لوړو تعرفو د وضع کېدو او همدا راز ګاونډي هېوادونو ته دغې غالۍ د چاقاق په دلیل اوس مهال د هېواد په شمال کې د غالیو اوبدل کم شوي.

په شمال کې د غالۍ اوبدونکو ټولنې مشر عبدالستار بیکزاد وايي چې افغاني غالیو ته په کور دننه د بازار نه شتون، د لوړو تعرفو د وضع کېدو، نړیوالو بازارونو ته یې د نه لېږد او ګاونډي هېوادونو ته د دغې غالۍ د قاچاق په دلیل د افغاني غالیو تولید لږ شوی.

ښاغلی بیکزاد وايي چې هر کال په ټول افغانستان کې دوه میلیونه او سل زره متر مربع غالۍ اوبدل کېږي چې له ۷۰ سلنې څخه زیاته برخه یې شمال زون ته ځانګړې ده.

د هغه په خبره، د غالیو د تولید دا کچه اوس مهال تر پنځوس سلنې لږه شوې ده.

آرشیف
آرشیف

هغه ووېل: " که د افغانستان په شمال کې د غالۍ د تولید څرنګوالي ته پام ونه شي، وضعیت به تر دې هم ناوړه شي، مونږ د خرڅلاو بازار ته اړتیا لرو، همداراز باید دولت او خاصتاً د سوداګرۍ او صنعت وزارت د غالیو د تولید پراختیا ته باید پام وکړي."

په همدې حال کې، د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست تائیدوي چې په شمال زون کې د افغاني غالیو تولید تر پخوا کم شوی دی.

د یادې ادارې مشر شیر احمد سپاهي زاده ازادي راډیو ته ووېل چې له ایران او پاکستان څخه د بې کیفیته او ارزان بیه فرشونو د رالېږد او همدا راز د خلکو د اقتصادي سطح د ټیټوالي له امله افغاني غالیو ته په کور دننه بازار نشته دی.

ښاغلي سپاهی زاده ووېل چې افغاني غالۍ همدا اوس مهال د رېل پټلۍ له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو او د بلخ – اروپا هوايي دهلیز له لارې اروپا او امریکا ته لېږدول کېږي.

د هغه په اند چې په شمال زون کې د غالۍ اوبدنې صنعت په ښه توګه نه دی مدیریت شوی او دا مسئله د افغاني غالیو په تولید کې د کمښت اصلي دلیل دی.

هغه زیاتوي: "د غالی اوبدونکو د ټولنې نا سم مدیریت په شمال کې د غالیو د تولید د کموالي سبب شوی، په بلخ، جوزجان او فاریاب کې غالۍ اوبدونکي په تیت او پاشلي توګه تولید ترسره کوي، خو د پخوا په شان تولید نه لري او منسجم نه دي."

په شمال کې د غالۍ اوبدونکو ټولنه په دغه اداره لګېدلي تورونه ردوي.

د افغانستان په شمال کې تر ۳۰ زیات ډوله غالی تولید کېږي چې تر ټولو مشهورې یې قزل ایاق، خان محمدي او اندخويي غالۍ دي.

د افغانستان ډېری تولید شوې غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان او ایران ته لېږل کېږي او د یادو هېوادونو د محصول په نامه نړېوالو بازارونو ته عرضه کېږي.

XS
SM
MD
LG