د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د بلخ – اروپا هوايي سوداګریز دهلیز فعالیت په ټپه ولاړ دی


د بلخ – اروپا هوايي دهلیز تېر کال د مرغومې (جدي) په ۱۹ نېټه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړېکو د پراختیا په موخه په بلخ ولایت کې د افغان چارواکو او ترکي دیپلوماتانو لخوا پرانیستل شو.
د بلخ – اروپا هوايي دهلیز تېر کال د مرغومې (جدي) په ۱۹ نېټه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړېکو د پراختیا په موخه په بلخ ولایت کې د افغان چارواکو او ترکي دیپلوماتانو لخوا پرانیستل شو.

د بلخ – اروپا هوايي دهلیز کابو یو کال دمخه د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادرولو په هدف پرانستل شو، خو اوس یې فعالیت په ټپه درېدلی دی او هېڅ صادرات ترې نه کیږي.

په شمال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وايي، دغه هوايي دهلیز د مولانا جلال الدین بلخي نړېوال هوايي ډګر او د مرکز کابل ترمنځ د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو له وجې غیر فعال شوی دی.

د دغې خونې رئیس آرش یونسي وايي چې د صادراتي توکو پر لېږد د لوړې تعرفې وضع کېدل هم یو له هغه عواملو څخه بلل کیږي چې له امله یې دغه دهلیز تړلی دی.

ښاغلي یونسي ووېل: "د بلخ هوايي ډګر او د افغانستان د هوا چلند ادارې ترمنځ ستونزې لامل شوي، ترڅو د هوايي دهلیز له لارې د توکو لېږد بند شي. تر دمه یواځې ۲۰ ټنه سوداګریز توکي لکه وچه مېوه، غالۍ او نور توکي د هوايي دهلیز له لارې لېږدول شوي، خو اوس هېڅ صادرات نه لرو."

د مزارشریف هوايي ډګر چارواکي د دغه ادارې او د مرکزي دولت ترمنځ د تخنیکي ستونزو شتون، نه تائیدوي.

سره له دې چې په شمال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د بلخ – اروپا هوايي دهلیز له لارې صادراتو ته د دولت پر نه پاملرنې نیوکه کوي، خو د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي چې افغاني صادراتو ته د بهرني بازار نه شتون او د افغانستان د صادراتي توکو د کیفیت ټیټوالی د دې لامل شوی چې دغه هوايي دهلیز غیر فعال شي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت رئیس شیر احمد سپاهي زاده وايي؛ که افغان سوداګر د نړېوال بازار د اړتیاوو پر اساس کیفیت لرونکي توکي تولید کړي او هم د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي، دغه اداره به د بلخ – اروپا هوايي دهلیز له لارې د بیا ځل صادراتو زمینه هواره کړي.

هغه زیاته کړه: "زمونږ اساسي ستونزه د افغانستان توکو ته د بهرني مارکېټ نشتوالی دی. د افغانستان سوداګریز توکي باید له نړېوال معیارونو سره برابر صادر شي. هغه نورم او ستندرد چې نړېوال بازار کې ورته اړتیا ده، زمونږ سوداګر باید هغه معیارونو ته ځان برابر کړي، هغه وخت بیا د مولانا هوايي ډګر یې په خدمت کې دی."

په تېر یوه کال کې د بلخ – اروپا هوايي دهلیز له لارې د وچې مېوې لکه جلغوزې، ممیز، بادام او توت په ګډون یواځې ۲۰ تنه سوداګریز توکي له مزارشریف څخه لندن ته لېږدول شوي دي.

د بلخ – اروپا هوايي دهلیز تېر کال د مرغومې (جدي) په ۱۹ نېټه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړېکو د پراختیا په موخه په بلخ ولایت کې د افغان چارواکو او ترکي دیپلوماتانو لخوا پرانیستل شو، خو د یو کال له پوره کېدو مخکې، غیر فعاله شوی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG