د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو لوی کمېشنر: د افغانستان اوسنی وضعيت ستونزمن دی


پکتيکا کې له زلزله ځپلو سره مرستې، هلته چې خلک سرپناه ته جدي اړتيا لري.
پکتيکا کې له زلزله ځپلو سره مرستې، هلته چې خلک سرپناه ته جدي اړتيا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپیو ګراندې د افغانستان اوسنی وضعیت ستونزمن وباله.

ښاغلي ګراندې له ازادي رادیو/ ازادي اروپا رادیو سره په دې اړه په مرکه کې وویل: "وضعیت خورا ستونزمن دی. خو زه فکر کوم چې هغې سترې بشرپالې پانګونې، چې په وروستیو څو میاشتو کې شوې، د اوس وخت لپاره بحران محدود کړی دی. ستونره دا ده چې طالبان باید خپلې پالیسۍ، په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو په اړه بدلې کړي. خو مهمه دا ده چې له طالبانو سره دیالوګ ته دوام ورکړئ او له دې لاس مه اخلئ. ګنې هلته به یو ستر بشري بحران اروپا ته د کډوالو سېل مات کړي. په دې کې شک نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې د مرستندویو موسسو په وینا، وروستۍ زلزله به په ځانګړي ډول په پکتیکا او خوست کې اوسنی بحران لا پراخ کړي.

د وروستۍ زلزلې يو انځور
د وروستۍ زلزلې يو انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې په زلزله ځپلو سیمو کې سلګونه تنه په سخت نس ناستې اخته شوي او ماشومان تر ټولو زیات له دې خطر سره مخامخ دي.

د درملو کموالی، د تشناب او اوبو نشتوالي د ساري ناروغیو خپرېدو ته لاره هواره کړې ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د اوبا یا کولرا د خپرېدو وېره شته.

کولرا یوه میکروبي ناروغي ده چې د اوبو او غذایي موادو له لارې له یوه انسان څخه بل ته خپرېږي چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي.

کولرا ناروغی په امریکا، اروپا او آسټرالیا کې تقریبا په بشپړه توګه له منځه وړل شوې، خو د آسیا په جنوب ختیځو هېوادنو، افریقا او لاتینا امریکا کې لا هم شته.

XS
SM
MD
LG