د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د پکتيکا په زلزله کې د تر خاورو لاندې ژغورل شوي ماشوم په اړه د ټايمز ورځپاڼې تبصره


د پکتيکا د زلزلې له امله د قربانيانو يو انځور
د پکتيکا د زلزلې له امله د قربانيانو يو انځور

ټايمز ورځپاڼه:

د برېتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د زلزلې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼې د یو کلن ماشوم سعیدالله عکس خپور کړی چې له خپلې مخ پټې مور سره د روغتون پر کټ پروت دی.

د چنګاښ د لومړۍ نېټې په سهار د افغانستان په ختیځ کې یوې سختې زلزلې د پکتیکا ولایت په دوو ولسوالیو، ګیانې او برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

د ټایمز د راپور له مخې سعیدالله په زلزله کې ټپي شوی او پښتۍ یې ماتې شوې دي.

ورځپاڼه د دې ماشوم د کورنۍ د غړو له قوله لیکي چې وايي، د سعیدالله ژغورنه یوه معجزه وه.

د ټایمز د مطلب عنوان هم دا دی چې په افغانستان کې د زلزلې په ګډوډۍ کې د ډېرو لږو کسانو د ژغورل کېدو معجزه پېښېږي.

په مطلب کې راغلي دي چې د سعیدالله پلار هم مخکې تردې چې خپل زوی وژغوري تر خاورو لاندې و، خو وروسته یې د کور د کنډوالو په خاورو کې په لاسونو د زوی لټه پیل کړه.

ورځپاڼې د سعیدالله د انۍ خبرې را اخیستې دي چې وايي، نوموړی دوه ساعته تر خاورو لاندې و او چې پلار یې راوېست نو بېسده و.

هغې ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې دوی فکر کاوه ماشوم یې مړ شوی دی.

ټایمز لیکي، سعیدالله خو وژغورل شو، خو د هغه هېواد لپاره چې لا د مخه له بحران سره مخامخ دی دا مصیبت چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل، ډېر پراخ دی.

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلومات خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه کړې.

خپرونه لیکي، که څه هم په افغانستان کې دننه وضعیت ډېر خراب دی خو د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په تېره په ایران او پاکستان کې د دېره میلیونونه افغان کډوالو وضعیت ته هم باید پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په دې دوو هېوادو کې د راجسټر شویو افغان کډوالو شمېر ۲۱ لکه دی خو د هغو افغانانو شمېر چې اسناد نه لري، څلور میلیونو ته رسېږي.

د خپرونې په وینا دا شمېر د ناروې له ټول نفوس څخه هم زیات دی.

ډيپلومات پوښتنه کوي آيا د افغانستان ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره د مرستې په برخه کې کافي اقدامات کوي او وړاندې لیکي چې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره په وروستیو کلونو کې ځینې مثبتې پالیسۍ جوړې کړې دي.

خپرونه د ایران په ښوونځیو کې هم د راجسټر شویو او هم د غیر قانوني افغان کډوالو د ماشومانو منل د مثال په توګه یادوي. په پاکستان کې هم افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي.

خپرونې د مطلب په وروستۍ برخه کې خپلې سپارښتنې کتار کړي او لیکي چې نړیواله ټولنه له هر څه مخکې باید د کوربه هېوادونو په ملګرتیا او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان په مرسته له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ګډ اهداف وټاکي او واضح اقدام وکړي.

ډيپلومات د نورو سپارښتنو ترڅنګ همدا راز غواړي چې په دواړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې فضا پراخه شي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه باید ډاډمنه او په خپله خوښه وي او له ستنېدونکو سره مرستې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG