د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

امريکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ۵۵ ميليون امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ


پکتيکا د زلزله ځپلو يو انځور
پکتيکا د زلزله ځپلو يو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو په افغانستان کې د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره، د ۵۵ ميلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان وکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د زلزلې تر پېښېدو وروسته ولسمشر جو بایډن تر دې طبیعي فاجعې د بېړنیو اړتیاوو ارزونه وکړه، چې بالاخره د ۵۵ ميلیون ډالرو په ارزښت زلزله ځپلو افغانانو ته د نورو بشري مرستو پرېکړه وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له طریقه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې وروستۍ طبیعي فاجعه کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د اعلامیې له مخې له دې سره له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۷۴ ميلیون ډالرو ته ورسېده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن

د روغتیا نړیوال سازمان تېره دوشنبه په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۳۶ تنه او د ټپیانو دا ۲۹۴۹ تنه ښوولی دی.

په دې زلزله کې تر ۴۵۰۰ د زیاتو کورونو د بشپړ یا هم قسمي تخریب راپور هم ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وايي د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله په مړو کې لږ تر لږه ۱۵۵ او په ټپیانو کې دوه نیم سوه ماشومان هم شامل دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او ارتباطاتو مسوول مولوي محمد نسیم حقاني وايي، زلزله ځپلو ته تر اوسه زیاتې بشري مرستې رسېدلي او نورې پر لار دي.

نوموړي ويلي: "د پکتیکا ولایت ګیانې او برمل ولسوالیو دغه راز د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته مرستې رسېدلي دي. په لومړنیو مرستو کې خېمې او د ژوند لومړني توکي رسېدلي. په دغو سیمو کې اوس هم د وېش بهیر روان دی."

ځايي خلکو ويلي، تر هر څه سرپناه ته جدي اړتيا لري.
ځايي خلکو ويلي، تر هر څه سرپناه ته جدي اړتيا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله اغېزمنې شوې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور چې تېره دوشنبه یې خپور کړی لیکلي، هلته ماشومان، نجونې او ښځې لا هم له بشپړو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

تر دې مخکې ځینو سازمانونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا په څېر د ځینو خطرناکو ساري ناروغیو د خپرېدو په باب هم اندېښنه ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG