د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

نړیوال سازمانونه: افغان زلزله ځپلي کافي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري


په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي خلک
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي خلک

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله اغېزمن شوې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

په پکتیکا او خوست کې له نږدې یوې اوونۍ وروسته، لا هم زیانمن روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور چې پرون یې خپور کړی لیکلي، هلته ماشومان، نجونې او ښځې لا هم بشپړو روغتیايي اسانتیاوو ته کافي لاسرسی نه‌لري.

د یاد سازمان له قوله، لا ډېرو سرچینو ته اړتیا ده چې د زیانمنو روغتیا ته پوره پام وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له روغتیایي مرکزونو د خلکو لېرې‌والی، د زلزلې له امله ویجاړ شوي سړکونه، کلتوري او اقتصادي محدودیتونه او مالي ستونزې، هغه لاملونه دي چې هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو ته یې د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو، نجونو او ښځو لاسرسی محدود او له ننګونو سره مخ کړی دی.

دا سازمان د بېلګې په ډول لیکي، د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالي له مرکزه څلور ساعته لېرې ده او له ټرافیکي ګڼې ګونې سربېره یې لار هم چندان جوړه نه‌ده.

د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله نړېدلی کور
د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله نړېدلی کور

همدا ډول د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم سړکونه وران شوي چې خلک یې د ناروغانو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

تر خوا یې د مخابراتي شبکې هم غیر فعاله شوي، چې ناروغ لرونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

په پکتیکا او خوست کې د روغتیا په برخه کې یوه تر ټولو لویه ستونزه ښځینه ډاکټرانې دي چې د سیمې خلک وايي، کمی او ان نشتون یې محسوسوي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي احمد ازادي راډیو ته وویل: "له پخوا هم صحي خدمات له ستونزو سره مخ و، بیخي په ټېټه کچه و. د زلزلې اکثریت اغېزمن شوي ښځې او ماشومان دي. ښځینه ډاکټرانې هېڅ‌ نه‌شته. زموږ سنتي ټولنه ده، د ښځو لپاره ښځینه ډاکټره باید موجوده وي."

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي یوسف وویل: "د وړو ماشومانو خوارځواکي زیاته ده. حیوانات مو هم زلزله کې مړه شوي. د دوی لپاره شېدو ته اړتیا ده. دا مو له موسسو په وار، وار غوښتي."

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې د هر ډول احتمالي ناروغیو لکه ملاریا، کولرا او نورو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه ښيي او زیاتوي، خلک پاکې اوبه، سرپناه او نور لوجیستکي وسایل نه‌لري او دا د دې لامل کیدای شي، چې هلته ساري ناروغۍ لا وده وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېرې هم خپرې کړې او لیکي، تر اوسه یې د ۱۰۳۶ تنو مړینه او ۲۹۴۹ تنو ټپي کېدل ثبت کړي.

تر خوا یې په دې زلزله کې ۴۵۰۰ کورونه بشپړ یا هم په جزوي وران شوي دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي و، په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د شوې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه مړه شوي دي او زرګونه کورونه نړېدلي دي.

هاخوا په سیمه کې خلک مني چې نن سهار نږدې درې بجې د پکتیکا، په اورګون او ګیان ولسوالیو کې بیا هم زلزله شوې، خو لا یې د زیانونو په اړه کره معلومات نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG