د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د جرمني صدر اعظم د اوکرایین د ملاتړ لپاره د نړيوالو پر يووالي ټينګار کړی


د جرمني صدر اعظم اولاف شولز
د جرمني صدر اعظم اولاف شولز

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز چې د جي اوه هېوادونو د سرمشریزې کوربه دی یکشنبه یې د اوکرایین په اړه رسنیو سره خبرې وکړې.

د اوکرایین په پلازمینه کییف باندې پرون د روسي له خوا راکټي بریدونه هم شوي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز د یکشنبې په ورځ وویل چې په کییف کې د استوګنې پر کورونو د روسیې توغندیز برید د اوکراین په ملاتړ کې د نړیوال یووالي اهمیت ښېي.

شولز تر دې دمه د اوکراین د ملاتړ په برخه کې د جي اوو یا د نړۍ د اوه لویو صنعتي قدرتونو، اروپايي ټولنې او ناټو هڅو ته اشاره وکړه.

هغه د یکشنبې په ورځ د G-7 سرمشریزې د لومړۍ غونډې تر کوربه توب وروسته رسنیو ته وویل: "دا یوه خونړۍ جګړه ده چې پوتین یې مخته وړي موږ یو وار بیا ولیدل چې په کییف باندې راکټي بریدونو وښودله چې له اوکراینیانو سره د هغوی د هېواد، ډیموکراسۍ او خپلواکۍ په دفاع کې زموږ درېدل سم کار دی."

اولاف شولز چې د جي اوه هېوادونو د سرمشریزې کوربه دی یکشنبه یې د اوکرایین په اړه رسنیو سره خبرې وکړې.
اولاف شولز چې د جي اوه هېوادونو د سرمشریزې کوربه دی یکشنبه یې د اوکرایین په اړه رسنیو سره خبرې وکړې.

یکشنبه د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو خبر ورکړ چې روسي پوځیانو کییف ښار په راکټي بریدونو هدف ګرځولی دی، لږ تر لږه د دوو ودانیو د لګېدو خبر تایید شوی دی.

دا له څو اوونیو وروسته په کییف د روسیې راکټي بریدونه وو ځکه روسان تر ډېره د اوکرایین په ختیځو سیمو کې په جګړه بوخت وو او له مرکزي سیمو یې خپل ځواکونه په شا کړي وو.

اروپايي اتحادیې پر روسیې شپږ پړاوه بندیزونه لګولي، چې وروستی یې د کال تر پایه د روسیې د ۹۰٪ خامو تیلو پر وارداتو بندیز دی.

د دې اقدام هدف د کرملین د پيسو د اصلي سرچینو تیلو او ګازو د عوایدو په نښه کول دي.

XS
SM
MD
LG