د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

زلنسکي د اوکراين په ختيځ کې د جګړه ييز وضعيت د کړکېچن کېدو وړاندوينه کړې


د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراين ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، روسي ځواکونه به د ډېرو سیمو د نیولو لپاره حملې شدیدې کړي.

د جګړې د شدت او اوږدېدو وړاندوینې داسې مهال کیږي چې د همدې اونۍ په پای کې اروپایي ټولنه غونډه کوي چې اوکراین ته د غړیتوب دپاره د نوماندۍ حیثیت ورکړل شي او که نه.

د اوکراین ولسمشر وایي، د همدې اونۍ په ترڅ کې به دوی د دغه هېواد په ختیځ کې "په ښکاره ډول" د روسي ځواکونو د جګړیزو فعالیتونو د زیاتېدو شاهدان وي.

ولودمیر زلنسکي پرون په خپله شپنۍ وینا کې وویل چې د دوی دفاعي ځواکونه د روسیې د حملو زیاتېدو ته چمتوالی لري.

نوموړي وويل: "ښکاره خبره ده چې موږ باید له روسیې نه د پیاوړي دښمنانه فعالیت تمه ولرو، دا کار په قصدي ډول او دقیقا همدا اونۍ ترسره کېږي، موږ د تیارسئ په حال کې یو، موږ چمتو یو، مونږ خپلو شریکانو ته خبرداری ورکوو."

موږ د تیارسئ په حال کې یو، موږ چمتو یو، مونږ خپلو شریکانو ته خبرداری ورکوو

د اوکراین پوځ نن سهار وختي ویلي چې روسي ځواکونو سیویرودونيڅک ښار شاوخوا ښارګوټو باندې د توغندیو او توپونو ډزې کړي او ( سو ۲۵) الوتکو څو سیمې بمبار کړي دي.

راپورونو کې ویل شوي چې روسیې د اوکراین سرحد ته نژدې د الوتکو ضد مزایلو سیستم هم ځای پر ځای کړی دی.

د اوکراین پوځ ویلي، د دغه هېواد په ختیځ کې جګړه د دې لپاره شدیده شوې چې روسیه غواړي د سیویرودونيڅک سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

دا سیمه په ختیځ کې ستراتیژیک موقعیت لري او که روسي ځواکونو ته په لاس ورشي، هغوی پر ډېره سیمه برلاسي کوي.

د راپورونو پر اساس د اوکراين په ختيځ کې وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي.
د راپورونو پر اساس د اوکراين په ختيځ کې وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین څلور میاشتې وړاندې پر اوکراین د دې لپاره یرغل پيل کړ چې د پخواني شوروي اتحاد دغه ګاونډی هېواد د لویدیځ له نفوذ او اغېزه لرې وساتي.

خو داسې ښکاري چې روسیه په دې پلان کې پاتې راغلې او د هغوی د خوښې پرمختګ ډېر ورو روان دی.

له همدې یرغله وروسته اوکراین په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او ورته غوښتنه د دوو نورو هېوادونو مولداوا او جیورجیا له خوا هم مطرح شوه.

د اروپایي ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه د همدې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د همدې درې واړه هېوادونو د غړیتوب پر غوښتنه غور کوي.

اروپایي کمېسیون تېره اونۍ اوکراین او مولداوا ته په اروپایي ټولنه کې د کاندیدۍ سپارښتنه وکړه، خو جورجیا باید د دې کاندیدۍ لپاره یوشمېر نور شرطونه پوره کړي.

که دغه هر یوه هېواد ته د اروپایي ټولنې غړیتوب ورکول کېږي، نو د بشپړېدو بهیر به یې کلونه وخت ونیسي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جون په ۱۷مه وویل، دی په اروپایي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب مخالفت نه کوي، خو تر دې وړاندې د کریملین ویاند ویلي، مسکو له نژدې دا وړاندیز تعقیبوي.

پر اکراین د روسیې د یرغل نژدې څلور میاشتې ووتې، خو د جګړې برخه لیک لا هم ښکاره نه دی.

پرون د ناټو عمومي منشي ینس سټولټڼبرګ وویل، داسې اټکل کوي چې دا جګړه به کلونه وخت ونیسي او نوموړي د اوکراین په بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG