د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

اوکرايني چارواکي: د اوکراين په ختيځ کې پر لومړۍ کرښه وضعيت سخت شوی دی


د اوکراين د جګړې انځور
د اوکراين د جګړې انځور

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د دنباس پر سېمه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، اوکرايني چارواکو ويلي دي، دغلته په ختيځ کې په لومړۍ کرښه وضعيت ډېر سخت دی.

د لوهانسک د سېمې نظامي والي سیري هایډي ویلي، اوکرایني ځواکونه د لیسي چانسک او سیورو ډونڅیک سېمو دفاع ته دوام ورکوي چېرې چې د نوموړي په وینا سخته جګړه روانه ده.

هایډي د اوکراین ملي ټلوېزون ته ویلي، روسي ځواکونه د سیورو ډونڅیک پر ډېرو سېمو کنټرول لري خو په وینا یې د ازوت د کیماوي کار ځای پر تاسیساتو روسي ځواکونه کنټرول نه لري.

د راپورونو پر بنسټ، سلګونه ملکیانو په دې کار ځای کې له اوونیو راهېسې پناه اخیستې.

هایډي زیاته کړې، هغه واټ چې لیسي چانسک او سیورو ډونیڅک د باهموت له ښار سره یو ځای کوي، پرلپسې د روسي ځواکونو تر اور لاندې دی.

ددې اوکراینې چارواکي په وینا لیسي چانسک سیمه ټوله ورځ د روسیې له خوا د هاوان د پراخو بریدو صحنه وي او ښايي دې ښار تر اوسه دا ډول درانه بریدونه نه وي تجربه کړي.

نوموړې زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې شمېره معلومول ممکن نه دي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې مسکو د اروپا د شورا د هغې پرېکړې رانږدې کېدو ډېر وارخطا کړی چې په اروپايي ټولنې کې د اوکراین د ګډون د نومونې په اړه ده.

ښاغلي زلینسکي همدارنګه د اروپايي ټولنې د مشرانو له غونډې مخکې هم د روسیې د بریدونو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر د دوشنبې په ورځ خپل ملت ته په وینا کې زیاته کړه، ددې لپاره به هر کار ترسره کړي چې هیڅوک په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د ګډون پر وړتیا شک ونه کړي.

د اوکراين ولسمشر زلنسکي
د اوکراين ولسمشر زلنسکي

له هغې څو ورځې وروسته چې د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په څلورویشتمه پر اوکراین د روسیې څرګند تېری پیل شو، اوکراین په اروپايي ټولنه کې د شمولت غوښتنه وکړه.

ورپسې مولدوا او ګروجستان هم په سیمه کې اوکراین ته د پېښ شوي ګواښ وروسته په اروپايي ټولنه کې د ګډون غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو مشران د جون په ۲۳ او ۲۴ مه ددې درې هېوادونو پر غوښتنه غور وکړي.

XS
SM
MD
LG