د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو


د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ډونالډ لو
د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ډونالډ لو

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحدایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې متحدایالات په افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ هېڅکله نه کوي.

هغه زیاته کړه: "د متحدوایالتونو حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. موږ هېڅکله د هغو وسله والو نښتو ملاتړ نه کوو چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې روان دي. زموږ په نظر بریا هغه مهال ممکنه ده چې طالبان داسې یو رښتینی حکومت جوړ کړي چې په پرېکړو کې یې ټول افغانان ځان شریک وګڼي. موږ هېڅکله د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو. فکر کوم د افغانستان خلکو څلوېښت کاله د وینو بهېدل تجربه کړل او اوس باید دا لړۍ بنده شي."

امریکا په داسې حال کې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه انکار کوي، چې اوسمهال څو ډلو په بېلابېلو نومونو د طالبانو د حکومت پر وړاندې د موجودیت اعلان کړی، خو له دې ډلو څخه هېڅ یوې یې هم نړیوال رسمیت نه دی ترلاسه کړی او هېڅ هېواد هم له دې ډلو سره د همکارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز په متحدوایالتونو، بریتانیا او جرمني کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه ښاغلي لو وویل، ټول غواړي دا یقین ترلاسه کړي چې دا پیسې د افغانستان د خلکو له خوا او د دوی پر اړتیاوو لګول کېږي، نه د اداري فساد یا د پوځي پروژو پر چارو.

متحدوایالاتو د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره شتمنۍ تېرکال وروسته له هغه کنګل کړې چې طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیوه.

XS
SM
MD
LG