د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

روسيه: پر اوکراین به راکټي بريدونو زيات شي


پر اوکراین د روسیې له لوري د بريد يو انځور
پر اوکراین د روسیې له لوري د بريد يو انځور

روسیې د اوکراین پر پلازمېنه د راکټي حملو د زیاتولو خبرداری ورکړی.

د روسیې دفاع وزارت وايي چې د روسیې پر قلمرو د اوکراین د هرراز حملو په ځواب کې به د دې هېواد پر پلازمېنه کییف د روسي ځواکونو حملې زیاتې شي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف پرون وویل چې د ده په وینا د هرراز تروریستي حملو، یا د روسیې خاورې ته د حملو د انحراف په صورت کې به روسي ځواکونه د اوکراین پر پلازمېنه کییف ښار د راکټي حملو کچه او شمېر زیات کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې دفاع وزارت، د دې هېواد پر سرحدي سیمو د حملو تور د اوکراین پر پوځ ولګاوه.

د روسیې د دفاع وزارت په بیان کې هم پر کییف د حملو د زیاتولو خبرداری ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل په ۱۴مه په تور سمندرګي کې د یوې لویې روسۍ بېړۍ له ویجاړېدو وروسته روسیې لویه سیمبولیکه ماته وزغمله.

د مسکو په نوم دا بېړۍ چې سخته زیانمنه شوې وه بندر ته د لېږد پرمهال ډوبه شوه.

د اوکراین په جنوب کې د پوځ یوې ویاندې ناتالیا هومینیوک ویلي چې اوکراین دا تمه لري چې روسیه به د دې بېړۍ غچ واخلي. نوموړې همداراز ویلي دي چې په برید کې نه یوازې مسکو نومې بېړۍ ویجاړه شوه بلکې د دې په وینا د دښمن امپریالیستي ځان غوښتنه هم زیانمنه شوه.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې روسي ځواکونو د لوهانسک ښار پر تقریباً ټولو ښارګوټو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي.

د اوکراین د سیمه ييزو رسنیو د راپورونو له مخې په پلازمېنه کییف کې هم د پرله پسې چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د ويجاړې شوې ودانۍ څنډه
په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د ويجاړې شوې ودانۍ څنډه

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په ماښام کییف ته نژدې پر یوه فابریکه چې پوځي فابریکه بلل شوې ده، برید وکړ.

روسیې د فبروري په ۲۴ مه پر اوکراین بې کوم دلیله یرغل وکړ چې تراوسه پورې هم روان دی.

XS
SM
MD
LG