د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

روسیې د اوکراین پر ادیسه ښار هوایي بریدونه کړي


د اوکراین په ادیسه ښار کې ویجاړ شوي کورونه
د اوکراین په ادیسه ښار کې ویجاړ شوي کورونه

د اوکراین چارواکي پر ادیسه د روسیې د هوایي بریدونو خبر ورکوي او د دې هېواد ولسمشر وایي، روسیه د اوکراین پر جنوب شدیدو حملو ته تیاری نیسي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار وختي د اوکراین پر بندري ښار ادیسه هوایي بریدونه وشول.

د دې وزارت یوه چارواکي انتون هیراشینکو په خپله ټلګرام پاڼه کې ویلي چې د ښار په ځینو برخو کې د اورلګېدو راپورونه ورکړل شوي او یو شمېر توغندي هم د هوایي مدافعې ځواک له‌خوا شنډ کړای شوي دي.

د ادیسه ښاري شورا هم پر خپله ټلګرام پاڼه د بریدونو خبره تأیید کړې ده.

په ادیسه کې د فرانس پرس خبري اژانس یوه خبریال ویلي چې نن سهار وختي ۶ بجې یې د چاودنو غږونه اورېدلي او لیدلي یې دي چې د ښار له یوې صنعتي سیمې تور لوږی پورته کېږي.

ادیسه چې شااوخوا یو ملیون نفوس لري، د تور سمندرګي په غاړه هغه ښار دی چې تر اوسه د اوکراین په کنټرول کې دی.

د روسیې دفاع وزارت نه‌ده تأیید کړې چې پر ادیسه‌یې بریدونه کړي، خو ویلي یې دي چې ځواکونو یې په اوکراین کې د دې هېواد ۲۸ پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت
د روسیې دفاع وزارت

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون خبرداری ورکړ چې روسیه چې د اوکراین له شااوخوا سیمو او د چیرنیهیف له شمالي سیمو یې ځواکونه ایستلي، د اوکراین په جنوب شدیدو حملو ته تیاری نیسي.

همدارنګه د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې روسیه هڅه کوي چې تور او ازوف سمندرګیو ته د اوکراین د لاسرسي مخه ونیسي.

په عین حال کې له اوکراین سره د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر میدینسکي په خپله ټلګرام پاڼه کې ویلي چې په خبرو کې کافي پرمختګ نه‌دی شوی چې هغه دې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ کتنې ته لاره هواره کړي.

میدینسکي دغه‌راز ویلي چې د کریمیا او د دونباس د سیمو په اړه د روسیې په دریځ کې بدلون نه‌دی راغلی.

روسیې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین ختیځه د دونباس سیمه‌یې هم مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړي د خپلواکې سیمې په توګه په رسمیت وپېژندله.

XS
SM
MD
LG