د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

پر کیف د کرملېن تور: اوکراین ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر یوه زېرمه برید کړی


د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر تأسیساتو برید د
د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر تأسیساتو برید د

کرملېن پر اوکراین تور لګولی چې ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر یوه زېرمه‌یې برید کړی او زېرمې اور اخیستی دی.

د اوکراین دفاع وزارت د دې برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د اوکراین د ملي امنیت شورا دا ادعا رد کړې ده.

که ثابته شي چې د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر تأسیساتو برید د اوکراین پوځ کړی، نو دا به پر دې هېواد د روسیې له یرغل وروسته د روسیې په خاوره کې د اوکراین لومړۍ حمله وي.

همداراز دا به له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل وي چې د روسیې پر قلمرو له بهره برید کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ظاهراً د اوکراین د سرحد په ۲۵ کیلومترۍ کې پراته بېل ګورود ښار ته نږدې چاودنې او د اور لمبې ښکاري.

په نورو وېدیوګانو کې لیدل کېږي چې ګنې یو هلیکوپټر دې ښار ته نږدې یو توغندي فیر کوي.

بېل ګورود کې په نښه شوي د تېلو تأسیسات
بېل ګورود کې په نښه شوي د تېلو تأسیسات

د بېل ګورود والي ویاچیسلاو ګلادکوف وویل، هلیکوپټرې وروسته له دې چې په ټیټه ارتفاع کې له سرحده تېره شوه دا توغندی وویشت. د نوموړي په وینا په دې پېښه کې د تېلو د دې تأسیساتو دوه کارکوونکي ټپیان شول.

د اوکراین د دفاع وزارت ویاند له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د دې پېښې په اړه له مستقیمې تبصرې ډډه وکړه، خو ویې‌ویل چې اوکرایني ځواکونه د روسیې پر ضد پراخ دفاعي عملیات کوي.

مګر د اوکراین د ملي امنیت شورا رئیس اولیکسي دانیلوف وروسته د روسیې دا ادعا په کلکه رد کړه، نوموړي وویل چې روسیه د نامعلومو دلایلو په اساس د دې حملې تور پر اوکراین لګوي، خو زیاته‌یې کړه چې دا ادعا له حقیقت سره سمون نه‌لري.

د روسیې د تېلو شرکت روس نفت چې دا تأسیسات‌یې ملکيت دی په یو رسمي بیان کې ویلي دي چې په دې اور پېښه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی، خو د پېښې د دلایلو په اړه‌یې معلومات نه‌دي ورکړي.

له دې سره په یوه وخت کې د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف ویلي دي چې دا پېښه د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو پر روان بهیر ناوړه اغېز کولای شي.

XS
SM
MD
LG