د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر: داعش به افغانستان کې په اوړي کې حملې زیاتې کړي


ارشیف، یو شمېر داعش جنګیالي
ارشیف، یو شمېر داعش جنګیالي

په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې د وسله‌والو د ودې او پراختیا په اړه د اندېښنو دوام.

تازه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک مک‌کنزي وايي، له افغانستانه د متحده ایالاتو د پوځیانو له وتلو وروسته داعش ډلې وده کړې او د دوامداره پراختیا په اړه‌يې اندېښنې موجودې دي.

هغه ادعا چې طالبان‌یې ردوي.

ښاغلي مک‌کنزي د متحده ایالاتو د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېتې ته خبرو کې د داعش ډلې د پراختیا او ودې په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، ښايي دا ډله د اوړي په موسم کې خپلې حملې زیاتې کړي.

نوموړي ویلي: "موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو د پراختیا او ودې په اړه اندېښمن یوو، دې ډلې په تېرو څو میاشتو کې په کابل او ځینو نورو سیمو کې غټې حملې کړي، زه فکر کوم دا ډله به د اوړي په موسم کې خپلې حملې زیاتې کړي."

جنرال مک‌کنزي زیاتوي، که څه هم په افغانستان کې طالبانو د داعش وسله‌والو پر ضد اقدامات کړي، خو زیاتوي د القاعده پر ضد یې مبارزه ځکه ستونزمنه ده چې له دې ډلې سره ډېرې نږدې اړیکې لري.

جنرال کنت فرانک مک‌کنزي
جنرال کنت فرانک مک‌کنزي

د جنرال مک‌کنزي په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د داعش ډلې د وسله‌والو شمېر چې وړاندې څلور زره تنه اټکل شوی و، اوس له ۴ زرو زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي و، ښايي داعش ډله په راتلونکو شپږو میاشتو کې په لوېدیځو هېوادونو کې د حملو کولو وړتیا پیدا کړي.

خو اوس جنرال مک‌کنزي دا موده له راتلونکو ۱۲ میاشتو ان تر ۱۸ میاشتو یادوي او وايي، یاده ډله اوس هم د دې هڅه کوي چې پر امریکا او متحدینو یې برید وکړي.

دی وايي، د تېر کال د اګسټ له میاشتې راهیسې هغه مهال چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي، امریکا په افغانستان کې هېڅ پوځي عملیات نه‌دي کړي.

خو جنرال مک‌کنزي زیاتوي، امریکا د افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستانه، د یاد هېواد په فضا استخباراتي الوتنې کولای شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې په ترهګرو ډلو نظر ساتل له پخوا سخت شوي، خو ناممکن کار نه‌دی.

خو د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې يې د داعش هر ډول فعالیت صفر کړی او لا يې هم پر ضد استخباراتي عملیات روان دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د داعش او د داعش پدیده اوس‌مهال صفر ته نږدې شوې ده، دوی اوس‌مهال هېڅ ډول فعالیت او فزیکي حضور نه‌لري او لا يې هم د پاتې شونو د پیدا کېدو لپاره استخباراتي عملیات روان دي، هڅه روانه ده چې دا پدیده په ټولیز ډول د افغانستان له خاورې پاکه شي، کومې اندېښنې چې امریکايي چارواکي لري دا موږ ردوو اصلي خبره دا ده چې دلته د اندېښنو او تشویشونو د راپیدا کېدو هڅه کېږي."

طالبانو مخکې تر دې ویلي چې القاعده ډلې سره‌یې هم خپل اړیکې پرې کړي، هغه خبره چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې یو مورد دی.

په افغانستان کې د شیعه‌ګانو پر څو جوماتو او دغه‌شان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو د کابل د هوايي ډګر په یوې دروازه کې د داعش ډلې په برید کې چې ۱۳ امریکايي سرتېري هم په‌کې ووژل شول د امریکا متحده ایالاتو په وار وار داعش ډله په دې تورنه کړې چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

ان دا چې خپله طالبانو هم کله کله په کابل ښار کې د داعش ډلې د ځینو غړو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG