د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی'مسلم دوست' طالبانو سره یوځای شو


د داعش د خراسان څانګې دغه مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست له داعش ډلې د خپلې لارې د جلا والي لامل د د دغې ډلې پالیسي وه چې د ده په خبره، له اسلام سره برابره نه وه.
د داعش د خراسان څانګې دغه مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست له داعش ډلې د خپلې لارې د جلا والي لامل د د دغې ډلې پالیسي وه چې د ده په خبره، له اسلام سره برابره نه وه.

د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی نن (جمعه د کب په ۱۳مه) د ننګرهار د استخباراتو په ریاست کې په جوړو شوېو مراسمو کې راڅرګند شو او له ځایي طالب چارواکو سره یې خپل بیعت اعلان کړ.

د داعش د خراسان څانګې دغه مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست نومېږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له ظهور سره سم ورسره یوځای شو خو د نوموړي په خبره، په همغه لومړنیو وختونو کې ترې بېرته جدا شوی و.

مسلم دوست نن په همدې اړه په جوړو شوېو مراسمو کې له داعش سره د یوځای کېدو لامل د افغانستان او اسلام څخه دفاع، خو ترې بېرته د جدا کېدو هغه یې، د داعش پالېسي یادوي چې د نوموړي په خبره، د اسلام او افغانستان ضد وه.

مسلم دوست زیاته کړه: "له اسلامي امارت سره د خپل دین، وطن، ویاړونو او ارزښتونو او ولس څخه په دفاع کې هر ډول مرسته او ملاتړ کوو، ورته تیار یوو، دې لار کې مو قربانۍ ورکړي او بیا به یې هم ورکوو، بل هېڅ مقصد او هدف نه لرو."

مسلم دوست
مسلم دوست

د مسلم دوست په خبره، له طالبانو سره بیعت په افغانستان کې د شرعي نظام د پایښت، د شریعت د نفاذ او همدارنګه د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره دی، خو په خبره یې، که طالبان له دې کرښو واوښتل، نو لکه څنګه چې یې خپل بیعت له داعش سره مات کړی، له دوی سره هم ماتېدونکی دی.

عبدالرحیم مسلم دوست په اصل کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او د ګڼو اسلامي او ادبي کتابونو لیکوال دی چې په کال ۲۰۱۵ کې کله چې داعش دلې په افغانستان کې د خراسان په نوم خپله څانګه اعلان کړه، ورسره یوځای و.

د مسلم دوست په خبره، په بېلابېلو وختونو کې یې د خپلو مبارزو له کبله کلونه- کلونه د ګوانتانامو په ګډون ځينو زندانونو کې تېر کړي چې په همدې لاره کې یې د کورنۍ ګڼ شمېر غړو خپل ژوند هم بایللی دی.

هاخوا د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکټر بشیر له دوی سره د عبدالرحیم مسلم دوست بیعت د خوښۍ او قدردانۍ وړ وباله او هیله یې وښوده چې په دې سره به ډېر نور هغه خلک چې د دوی د نظام په مخالفت کې دي، له دوی سره یوځای شي.

ډاکټر بشیر خبرداری ورکړ چې که څوک بې له کوم شرعي او اصولي دلیله د موجوده نظام مخالفت ته دوام ورکړي، نو د طالبانو نظام به ورسره حساب وکړي: "هغو کسانو ته چې مخالف صف کې دي، بیا هم ورته وایو او بیا هم ورته وایو چې راشئ، دروازې ورته خلاصې دي، که شرعي وي په شرعي دلایلو ورته قناعت ورکوو او که بل څه وي بیا هم موږ ورته قناعت ورکوو، را دې شي او خپلو صفونو سره دې یوځای شي او شېخ صاحب نه ډېره مننه چې راغی او خپله غاړه یې خلاصه کړه."

که څه هم د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ را وروسته په ننګرهار کې تردې دمه د طالبانو د موجوده نظام له مخالفته د لاس اخېستلو او له دوی سره د بیعت کولو په تړاو د داعش د سلګونو غړو د تسلیمۍ خبرونه ورکول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې داسې یو مهم غړی بیعت کوي.

XS
SM
MD
LG