د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون: ۵ میاشتو کې مو څه د پاسه ۴ زره کسان ویستلي


طالبان
طالبان

که څه هم نږدې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د طالب وسله ‌‌والو له‌خوا له خلکو سره د ناسم، نا قانونه او خپل سري چلند په اړه شکایتونه خپریږي، خو د طالبانو په لیکو کې د تصفیې کمېسیون نن خپل صفونه پاک اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې روانه اوونۍ په کابل او کندهار کې یوه مېرمن او یو ډاکټر د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.

خو د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون رئیس او د دفاع وزارت سرمفتش لطف‌الله حکیمي‌ نن رسنیو ته وویل، دوی په تېرو پنځو میاشتو کې نږدې درې نیم زره شکایتونه څېړلي او پر همدې بنسټ یې ۴۳۵۰ تنه له خپلو لیکو ویستلي دي چې ۱۳۵ تنه یې کم‌ عمره هلکان دي.

د ښاغلي حکیمي په خبره، له دې وروسته د دوی مسؤلیتونه له درې ګونو امنیتي او دفاعي ارګانونو جوړ شوی امنیتي کمېسیون مخ‌ته وړي.

نوموړی وایي:" د امنیتي چارو د همغږۍ او تنظیم لپاره د امنیتي چارو کمېسیون جوړ شوی. د صفونو د تصفیې، د چارو نظارت او تداوم، بیا کتنه، د ویستل شویو کسانو تعقیب او د بیا داخلېدو مخنیوی د همدې کمېسیون دنده ده. پر همدې بنسټ د صفونو تصفیې کمېسیون خپل کار بشپړ او د اسلامي امارت لیکې پاکې اعلانوي. "

طالبانو د سردار محمد داود خان روغتون مخ ته امنیت نیولی
طالبانو د سردار محمد داود خان روغتون مخ ته امنیت نیولی

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش زیاته کړه، په اخراج شویو کسانو کې له داعش سره د اړیکو په تور هم یو شمېر کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي، خو هغه په دې اړه کره ارقام ور نه کړل.

له خپلو لیکو یوازې په پنځو میاشتو کې د نږدې څلور نیم زره کسانو اخراج دا اندېښنه او پوښتنه لا زیاتوي چې د طالبانو په صفونو کې په څومره شمېر غیر مسؤلو وسله‌‌والو ځای موندلی.

د طالبانو له لیکو د ویستل شویو کسانو پر ضد د انسان تښتوونې، غصب، قتل، غلا او غیر انساني چلند په تړاو شکایتونه ثبت شوي دي.

د دې کمېسیون د شکایتونو د څېړلو مرستیال صبغت‌الله لطیفي وایي:" مهم شکایتونه چې موږ یې په اړه اقدام کړی زه یې یادونه کوم، لکه په ټولو ولایتونو کې د انسان تښتوونکو مخینوی، د لویو شرکتونو د ستونزو حل او د هغو مجاهدینو په اخلاقي چلند کار کول چې له ولس سره مخ کېږي. "

د طالبانو چارواکو په خبره، د لیکو د تصفیې کمېسیون پنځه میاشتې وړاندې په دې موخه جوړ شو چې له خپلو لیکو هغه کسان وباسي چې په قتل، غصب، له بهرنیو ترهګرو ډلو سره په اړیکو، غلا، فساد او نورو تورن وي.

خو د طالبانو د تصفیې کمېسیون نن دا و نه ویل چې له دې نږدې ۴ نیم زره کسانو څومره د کوم جرم له ترسره کولو وروسته، د طالبانو له لیکو ویستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG