د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

پنټاګون: داعش له طالبانو د ناراضه شویو کسانو د جذب په لټه کې دی


ارشیف؛ د داعش بیرغ او جنګیالی
ارشیف؛ د داعش بیرغ او جنګیالی

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون په یوه راپور کې ویلي چې داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې داعش او القاعده لا هم حضور لري او دا امکان شته چې القاعده د طالب مشرانو په غوښتنه غلې پاتې وي.

په دې راپور کې د داعش بریدونو ته په اشارې راغلي چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې را په دې خوا داعش له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې هڅه کوي چې د طالبانو مخالفان او د طالبانو له حکومته ناراضان په خپلو لیکو کې شامل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت
د امریکا د دفاع وزارت

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ په یوه مرکه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې ستاینه کوې خو ویلي یې دي چې طالبان هېڅ لېواله نه ‌دي چې له القاعده سره خپلې اړیکې وشلوي حال دا چې دوی د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې وه.

طالبانو په ځلونو ویلي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد وکارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پلاوي پرون په دوحه کې د اروپايي هېوادونو سفیرانو ته ډاډ ورکړ:" د اسلامي امارت پلاوي د غونډې د برخوالو د ځینو امنیتي اندېښنو په تړاو ډاډ ورکړ چې حکومت یې هېچاته اجازه نه ورکوي چي افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي."

له بلې خوا وېسټ وايي "د القاعده په اړه زموږ خبرې اترې لا هم یوه ننګونه ده . موږ غواړو په هغو ګامونو باندې چې د القاعده او داعش پرضد پورته کېږي، ډاډه شو. غواړو وګورو چې افغانستان هېڅ یوه ترهګره ډله چې په دوی کې د پاکستاني طالبانو تحریک، جېش محمد او لشکرطیبه هم شامل دي، فعالیت و نه کړي."

XS
SM
MD
LG