د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

مېټا: یو ډله پاکستاني هکرانو د مخکېني افغان چارواکو پر فېس‌بوکونو د برید هڅه کړې


ارشیف
ارشیف

د فېس‌بوک ټولنیزې شبکې شرکت (مېټا) وايي، د پاکستاني هکرانو يوې ډلې د افغانستان د مخکېني حکومت د یو شمېر چارواکو په حسابونو د برید هڅه کړې.

د دې شرکت د څېړنې څانګې مسؤلانو روېټرز ته ویلي، دې هکرانو د طالبانو له‌خوا د افغانستان د نیولو پر مهال د افغانستان د مخکېنیو چارواکو او نظامیانو حسابونو ته د ننوتو او جاسوسۍ لپاره د ځینو وېب‌سایټونو لېنکونه لېږلي دي.

د مېټا شرکت له قوله، په دې چارواکو کې دولتي کسان، د ملي پوځ مسؤلان او اجرايي کارکوونکي شامل دي چې د هکرانو هدف وو‌.

د پاکستاني هکرانو دا ډله چې په سایبري امنیت کې د "سایډ کاپي" په نوم پېژندل کېږي، د وېب‌پاڼو لېنکونه به‌یې شریکول چې په وسیله‌یې کولای شول، جاسوسي وکړي.

د فېس‌بوک شبکې یو شمېر مسؤلانو روېټرز ته ویلي، دې کسانو د باور خپلولو لپاره داسې لېنکونه جوړ کړي و چې پرې له کلېک وروسته جاسوسي کېدای شوه.

د مېټا شرکت ملکیت د فېس‌بوک ټولنیزه شبکه
د مېټا شرکت ملکیت د فېس‌بوک ټولنیزه شبکه

د دوی له قوله، دې ډلې همدا ډول داسې معتبرې وېب‌پاڼې په ویروس ککړې کړې وې، څو وکولای شي چې د فېس‌بوک کارکوونکي تېر باسي.

د فېس‌بوک د سایبري جاسوسۍ د څېړنې مدیر مایک دویلیانسکي وايي، د دې ګواښ هدف او څېړل ورته ستونزمن و او په دې نه‌پوهېږي چې څومره کسانو دا کار کړی او پایله‌یې څه وه.

روېټرز زیاتوي، د اېمېل د اسانتیاوو برابروونکو په ګډون، د فېس‌بوک، ټویټر، ګوګل او لېنکدېن اعلان کړی چې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د نیولو پر مهال‌یې په دې هېواد د خپلو کاروونکو د حسابونو د تړلو او د هغوی د ملاتړ لپاره ځیني ګامونه پورته کړي دي.

د روېټرز د راپور پر بنسټ، فېس‌بوک ویلي، په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په خاطر یې دا جاسوسي عملیات چې د اپرېل او اګسټ میاشتو ترمنځ شوي، بربنډ نه‌کړل.

دې شرکت هغه مهال چې د دې اطلاعاتو د پاکولو لپاره‌یې ګام پورته کړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته هم خبر ورکړی دی.

د مېټا شرکت یوه ویاند ویلي، دوی په افغانستان او سوریه کې د هکرانو له‌خوا د دوی حسابونو ته د ننوتو د هڅو په اړه نږدې ۲،۰۰۰ کاروونکو ته خبر ورکړی دی.

ارشیف، د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکي
ارشیف، د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکي

د طالبانو له‌خوا د حکومت له نیولو وړاندې، یو شمېر افغان چارواکو او همدا ډول ځینو نورو کسانو په خپلو اکاونټونو د سایبري بریدونو د هڅو خبر ورکړی و. ان مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ده پر فېس‌بوک پاڼه د یوه پوسټ له خپرېدو وروسته وویل چې پاڼه‌یې هک شوې ده او هغه پوسټ ده نه‌دی کړی.

فېس‌بوک دې وروستیو کې د طالبانو د نوم پر کارولو محدويتونه لګولي دي او هغه لیکنې له‌منځه وړي چې د طالبانو نومونه په‌کې لیکل شوي وي.

د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکي نیوکه کوي چې ان په خپلو لیکنو کې یې د طالبانو د نومونو په لیکلو سره لیکنې ډېلېټ شوي دي‌.

وموغښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د اترا ادارې نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه‌شوو.

XS
SM
MD
LG