د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ځیني کابل ښاریان: د موبایل له کرېډټ کارتونو د مالیې اخیستنه دې لغوه شي


د یو شمېر مخابراتي شبکو کرېډټ کارتونه
د یو شمېر مخابراتي شبکو کرېډټ کارتونه

د موبایل له کرېډټ کارتونو څخه د ۱۰ سلنه مالیې اخیستل، هغه پروګرام چې شپږ کاله مخکې پیل شو.

اوس د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغې مالیې د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

یو شمېر کابل ښاریانو د سې شنې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې ګډوډ اقتصادي وضعیت او په مخابراتي شبکو کې د حساب ورکونې د یو راڼه سیستم نشتوالي ته په کتو، د مالیې ټولونې دغه لړۍ باید ودرول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی مسعود چې پخوا یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه وایي، څو میاشتې کېږي چې تنخوا یې نه‌ده اخیستې، د خپلې کورنۍ د لګښتونو د ورکولو توان نه‌لري، خو اړ دی چې له ټیلیفون څخه د استفادې په صورت کې ۱۰ سلنه مالیه پرې کړي.

مسعود زیاتوي: "درې میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه‌ده اخیستې، حیران یم چې د کور خرڅ څنګه ورکړم. دولت باید د کرېډټ کارتونو د مالیې مسئله حل کړي، ځکه اوس موږ د دې مالیې د ورکړې توان نه‌لرو."

ارشیف
ارشیف

په ۱۳۹۴ کال کې د وزیرانو شورا د پرېکړې او وړاندیز او د مخکېني جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ، د افغانستان د مخابراتي شرکتونو کاروونکي د کرېډټ کارت د ۱۰ سلنه مالیې په ورکړه مکلف شول.

خو د کابل ښار یو بل اوسېدونکي محمد نعیم د کرېډټ کارتونو د مالیې راټولول یو مثبت کار بولي، خو ټینګار کوي چې د راټولولو او ملي خزانې ته‌یې د انتقال لپاره باید یو روڼ سیستم رامنځته شي.

محمد نعیم وايي: ​"د کرېډټ کارتونو د مالیې راټولول له څو کلونو راهیسې دوام لري. پخوا هم په دې برخه کې شفافیت موجود نه‌و، خو اوس باید د دې مالیې د راټولولو او ملي خزانې ته‌یې د انتقال لپاره یو شفاف سیستم رامنځته شي، له دې پرته د دې مالیې لیری کېدل به‌یې له دوام څخه بهتره وي."

که څه هم وروسته بیا د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال ولسي جرګې له کرېډټ کارتونو څخه د مالیې راټولول غیر قانوني وبلل او رد یې کړل، خو لاهم یاده مالیه اخیستل کېږي.

د پخواني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ڼکنالوژۍ د مسؤلانو له لوري د وروستي راپور پر بنسټ، له تېرو شپږو کلونو رانیولې بیا د تېر کال د حوت تر میاشتې له کرېډټ کارتونو څخه ۲۲ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله شوې وه.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو په مشرۍ حکومت د مخابراتو وزارت د مسؤلانو نظر هم راواخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

خو د افغانستان د مالیې وزارت ازادي راډیو ته وویل، په پخواني حکومت کې به د کرېډټ کارتونو د مالیې پیسې هرو ۱۵ ورځو کې د اترا ادارې له‌خوا مالیې وزارت ته انتقالېدې.

د مالیې وزارت د مطبوعاتو مسؤل حامد ارغندیوال ازادي راډیو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته هم یاد عواید په هرو ۱۵ ورځو کې ملي خزانې ته انتقال شوي، خو د دې عوایدو کچه بیا په هرو درېیو میاشتو کې څېړل کېږي چې نتیجه به‌یې وروسته له خلکو سره شریکه شي.

اوس‌مهال څلور خصوصي او د مخابراتو یوه دولتي شبکه په افغانستان کې فعالیت کوي او د راپورونو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې ۲۴ ملیونه سیمکارتونه فعاله دي.

XS
SM
MD
LG