د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

سیګار: د طالبانو پراخې حملې افغان حکومت له بشري ناورین سره مخ کوي


بغلان کې د جګړې د قربانیانو تابتونه.
بغلان کې د جګړې د قربانیانو تابتونه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وايي چې د طالبانو پراخې حملې افغان حکومت له بشري ناورین سره مخ کوي.

دغې ادارې نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» د امریکا کانګرس ته د خپل راپور په وړاندې کولو سره ويلي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ ساسي هوکړې نه‌یوازې دا چې سولې ته لاره هواره نه‌کړه، بلکې د جګړو شدت سره د ملکي تلفاتو کچه له پخوا لوړه شوه.

د دې راپور د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د سږ کال د اپرېل میاشتې له پیله تر مې میاشتې پورې ۷۰۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱،۳۳۰ نور ټپیان دي.

د بادغیس مرکز قلعه‌نو کې په جګړو کې یو ټپي شوی کس په روغتون کې د درملنې لاندې
د بادغیس مرکز قلعه‌نو کې په جګړو کې یو ټپي شوی کس په روغتون کې د درملنې لاندې

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبانو په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶،۷۰۰ حملې کړې دي.

سیګار ویلي، سره له دې چې په دوحه کې څو ځلو خبرو د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی، خو طالبانو په وروستیو کې د افغانستان څو مهم سوداګریز بندرونه او ترڅنګ‌یې ځینې سیمې نیولې دي.

د سیګار ادارې ځانګړي څارونکي جان سوپکو ویلي، که روان حالت کابو نه‌شي او بېرته نورمال خواته ونه‌ګرځي افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له بشري ناورین سره مخ شي.

د سیګار ادارې ځانګړی څارونکی جان سوپکو
د سیګار ادارې ځانګړی څارونکی جان سوپکو

له بلې خوا بیا طالبان امریکایان د روانو ناخوالو اصلي عاملین یادوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د امریکا له لوري د دوحې تړون د ځینو برخو نه‌عملي کول، لکه د ټولو بندیانو نه‌خوشې کول، د سولې خبرو نه‌پیلول، د طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه نه‌ویستل او د خپلو ځواکونو په وخت نه‌وتل هغه دلایل دي چې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې غافلګیره شوو او چمتووالی یې نه‌درلود، خو افغان پوځ اوس هم په پښو ولاړ دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) د هېواد په شمال کې د طالبانو پرمختګونو ته اندېښنه ښیي.

سیګار د افغانستان هوايي پوځ ته په اشارې سره ویلي، له هغې وروسته چې د امریکا هوايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د جګړې کابو کولو لپاره د هوايي ځواک څخه غوښتنه وشي، دغه ځواک به په راتلونکي کې تر سخت فشار لاندې راشي.

ارشیف، د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت د سیګار دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته طالبانو د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ او ځیني سوداګریز بندورنه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د روانې جولای میاشتې په ۲۷مه وویل چې د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستان ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG