د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

واشنګټن: که طالبان افغانستان کې په زور واک ته ورسېږي، هغه دولت به 'رد' وي


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو شمېر مشران
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو شمېر مشران

‎طالبانو ته د امریکا متحده ایالاتو غوږ وهنه!

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا هند ته سفر کړی په دغه هېواد کې یې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۶» هندي خبریالانو ته وویل چې که طالبان د زور له لارې د دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړي، نو افغانستان کې به جوړ شوی دولت "رد" وي.

‎ټاکل شوې نن چهارشنبه ښاغلی بلېنکن او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه سره خبرې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ چې ښاغلي بلېنکن ویلي: "یو داسې افغانستان چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی ونه‌کړي، داسې یو افغانستان چې د خپلو خلکو په وړاندې ظلمونه ترسره کوي، نو هغه به په رد شوي دولت بدل شي."

د امریکا د بهرنیو جارو وزیر له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره رسنیو ته وویل: "موږ دواړه په دې وړاندیز موافق یو چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره پوځي حل لاره نه‌شته، دا مسئله باید له سوله‌ییزې لارې حل شي، هغه لاره چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکرو مېز ته د کېناستلو اړتیا وي."

‎د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د وروستۍ کچې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کړنې سولې ته د دوی د ارادې څرګندویي نه‌کوي، طالبانو په دې اړه د راپور تر جوړېدو څه نه‌دي ويلي، خو مخکې یې ويلي چې دا ډله هم له يوې سياسي لارې د افغانستان جګړې پای ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

‎ښاغلي بلېنکن ویلي، متحده ایالات په افغانستان کې د حکومت د ملاتړ په برخه کې، د امنیتي ځواکونو او د ډیپلوماسۍ په ګډون د سوله‌ییزې حل‌لارې لپاره هڅې کوي.

ښاغلي بلېنکن وویل: "طالبان وايي چې دوی د نړیوالې پېژندنې په لټه کې دي چې په دې ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان لپاره نړیوال ملاتړ غواړي. په احتمال سره غواړي چې مشران‌یې وړتیا ولري چې نړۍ ته په ازاد ډول سفر وکړي، بندیزونه لیرې کړل شي او داسې نور."

خو هغه له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته هم د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه: "له افغانستانه زموږ د ځواکونو، د ناټو غړو هېوادونو او نورو وتلو سره به موږ بیا هم له دغه هېواد سره ژمن پاتې شو، موږ نه‌یوازې دا چې په افغانستان کې یو پیاوړی سفارت لرو، بلکې د افغانستان د اقتصادي ملاتړ، پراختیایي او امنیتي برخو کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو."

‎امریکا داسې مهال په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه اندېښنه ښیي چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی او لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

‎د طالبانو یو پلاوی هم چین ته تللی.

‎په قطر کې د ‌‌‌‌‌‌دې ډلې د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د نهه کسیزه پلاوي د سفر په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر له لوري په یو بیان کې راغلي چې په دې سفر کې د چين هېواد له بهرنيو چارو وزير وانګ یي، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال او د افغانستان لپاره د چين هېواد له ځانګړي استازي سره کتلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (ښی) او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (ښی) او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

په بیان کې راغلي چې په دې په ناستو کې د دواړو لورو اړوند سياسي، اقتصادي او امنيتي مسائلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه شوي.

‎طالبانو په دغه سفر کې چين ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنيت پر خلاف نه‌استعمالېږي.

‎خو چین ته د طالب استازو د دغه سفر په اړه بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چې چينایي چارواکو له وړاندې افغان حکومت سره د طالبانو د پلاوي د بلنې په اړه خبرې کړي او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشرانو د ورغوښتو هدف په افغانستان کې د وروستیو جګړو او په دغه هېواد کې د بهرنیو ترهګرو او جنګیالیو شتون په اړه اندېښني مطرح کول دي.

XS
SM
MD
LG