د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

چارواکي: طالبانو ۴ میاشتو کې ۲۲ زره حملې کړي، ۲۵۶۶ ملکیان یې وژلي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزات په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي عاملین طالبان بولي، هغه څه چې طالبان يې ردوي.

په دغه وزارت کې د تاوتریخوالي د کمښت د څار رئیس سید عبدالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روان لمریز کال کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۲۲ زره زیاتې حملې کړي.

د نوموړي په وینا په دغو حملو کې مخامخ نښتې، انتحاري حملې، چاودنې، راکټي بریدونه، قتلونه او هدفي وژنې او ترورونه شامل دي.

ښاغلي هاشمي دغه حملو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان دي: "په ۲۵۶۶مړو شوېو کې ۱۴۴۶ نارینه ،۶۵۰ ښځې او ۹۲۵ ماشومان شامل دي، په ۳۰۲۱ ټپيانو کې ۱۸۵۰ نارینه، ۲۹۰ ښځې او ۸۸۸ ماشومان شامل دي."

د ښاغلي هاشمي په وینا، د روان ۱۴۰۰ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر ضد چې کومې حملې کړې له امله یې۲۴ زره ۶۰۹ طالبان مړه او ټپیان شوي دي، هغه ادعا چې طالبان يې ردوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دوی دغه معلومات د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د سیمې د خلکو او د دولتي امنیتي او دفاعي بنسټونو د معلوماتو پر اساس چمتو کړي.

سید عبدالله هاشمي ادعا کوي چې طالبانو خپل واک لاندې سیمو کې خلک له اساسي حقونو محروم کړي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

هاشمي ادعا کوي چې طالبانو د واک لاندې سیمو کې خلک له اساسي حقونو محروم دي.
هاشمي ادعا کوي چې طالبانو د واک لاندې سیمو کې خلک له اساسي حقونو محروم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما په خپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي و چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱،۶۵۹ په شااوخوا کې ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ۳،۵۵۴ نور ټپیان دي.

د تېر کال د ورته شپږو میاشتو په پرتله په همدومره موده کې ۴۷ سلنه د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.

په دغه راپور کې ۶۴ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د طالبانو په ګډون، داعش او نورو وسله والو ډلو ته ور ګرځي او ۲۳ سلنه د مسوولیت پړه یې پر افغان ځواکونو ور اچولې ده.

د افغانستان د سولې چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د طالبانو له واک لاندې سیمو کې ۶۲۱ بابه ښوونځي تړل شوي چې له امله یې ۴۱ سلنه زده کوونکي له زده کړو محروم دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل ځان ته او همداشان د دوی له لوري ملکیانو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې مقابل لوری 'افغان حکومت' دی.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال عطالرحمن سلیم وايي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی، له طالبانو سره د زندانیانو د خلاصون او په اساسي قانون بحث ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو طالب پلاوي ترمنځ د سولې روان مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG